د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ارګ: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ خبرې پیل شي


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نتیجه ورکړي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

افغان حکومت په داسې حال کې دغه هیله ښيي چې ویل کېږي په قطر کې طالب استازي او امریکايي پلاوي په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه کړې ده.

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۴» په کابل کې 'ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام' کې وویل: "د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، موږ هیله لرو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو دا مرحله ژر یوه پایله ورکړي له دې وروسته به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي."

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر په کابل کې 'ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام' کې د خبرو پر مهال.
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر په کابل کې 'ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام' کې د خبرو پر مهال.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله چې د پخواني جهادي قوماندان صبغت‌الله مجددي په تلین غونډه کې يې خبرې کولې وویل چې هیله‌مندي شته چې د تاوتریخوالي د کمولو پر سر هوکړه په هېواد کې د سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "دا چې هوکړه شوې چې د جګړې کچه راټیټه شي، تاوتریخوالی کم شي، دا د سراسري اوربند لپاره زمینه برابروي چې بالاخره بین‌الافغاني مذاکرات چې پایله‌يې د افغانانو ترمنځ سوله وي او له یو بل سره په سوله کې ژوند کوي پیل شي."

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.
افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.

د افغان سولې په برخه کې وروستیو هلو ځلو او بحثونو ته په کتو ویل کېدای شي چې دا هېواد د سولې په برخه کې یو قدم وړاندې تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغان سولې په اړه هلې ځلې او بحثونه یو وار بیا ګرم شوي دي.

ویل کېږي چې په قطر کې د طالبانو استازي او امریکايي پلاوي ترمنځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې په قطر کې د سولې د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي دي چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

پومپيو: طالبانو د تاوتریخوالي د زیات او مداومه کمښت وړاندیز کړی

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د صبغت‌الله مجددي په تلین غونډه کې د هېواد له سیاسیونو وغوښتل چې ټاکنیز مخالفتونه دې هېر کړي او د سولې د خبرو لپاره دې همغږي شي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.

ښاغلی اتمر وايي: "که الله‌يې وغواړي او دغه ډول هوکړه وشي، نو زموږ د ټولو لومړنی رسالت او مسؤلیت دا دی چې د افغانستان د سیاسي مشرانو یوه اجماع جوړه کړو او د سولې د مذاکراتو لپاره تیاری ونیسو."

دغه‌شان پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني هم چې په دې تلین غونډه کې يې برخه اخیستې وه وویل چې د سولې د څرنګوالي په اړه لاهم مختلف نظرونه موجود دي.

ښاغلي قانوني وویل داسې تصور چې سوله دې یوازې حکومت یا هم سیاسیون راولي بې‌ځایه دی.

پخوانی مرستیال ولسمشر یونس قانوني د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.
پخوانی مرستیال ولسمشر یونس قانوني د صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین غونډه کې د وینا پر مهال.

ښاغلی قانوني باور لري چې حکومت، سیاسیون او طالبان کولای شي چې دې هېواد ته سوله راولي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG