د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د افغان سولې او امنيت په اړه د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې بحث


د ناټو لوړپوړو چارواکو د دې غونډې په درشل کې د تاوتريخوالي پر کمولو او د بين‌الافغاني مذاکرو پر پيلولو ټينګار کړى دى.
د ناټو لوړپوړو چارواکو د دې غونډې په درشل کې د تاوتريخوالي پر کمولو او د بين‌الافغاني مذاکرو پر پيلولو ټينګار کړى دى.

د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په بروکسل کې رسماً پيلېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې پروسې او امنيت په اړه هم بحث کېږي.

د ناټو لوړپوړو چارواکو د دې غونډې په درشل کې د تاوتريخوالي پر کمولو او د بين‌الافغاني مذاکرو پر پيلولو ټينګار کړى دى.

د ناټو لوړپوړي چارواکي له وسله‌والو طالبانو غواړي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، له واقعي او جدي ارادې سره د سولې مذاکرو ته حاضر شي.

په ناټو کې د امريکا دايمي استازې کې بيلي هاچيسون د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، طالبان بايد د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره مذاکرو ته چمتووالى وښيي.

په ناټو کې د امريکا دايمي استازې کې بيلي هاچيسون
په ناټو کې د امريکا دايمي استازې کې بيلي هاچيسون

هغې زياته کړه: "موږ هيله‌من يو د سولې داسې موافقه ولرو چې د بين‌الافغاني ډيالوګ پروسه په‌کې شامله وي، داسې بهير چې ټولو ګروپونو او اتباعو ته فرصت ورکړي څو د مذاکرو مېز ته کېني او خپله دا پرېکړه وکړي چې د خپل هېواد لپاره څه غواړي؟"

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

سټولټنبرګ د ازادي راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې له طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي زياته کړه، هيله‌من دي په نږدې راتلونکي کې د پرمختګونو شاهد وي، خو په دې اړه‌يې نور جزئيات ورنه‌کړل.

د افغانستان د ١٨ کلنې جګړې د پاى ته رسېدو لپاره د واشنګټن له هڅو سره سره لا هم د امريکا او طالبانو ترمنځ پر کومه موافقه سلا نه‌ده شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نتيجه له ۱۰ پړاوونو سره سره معلومه نه‌ده.

خليل‌زاد تل پر څلورو ټکو ټينګار کړى دى: "له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په چارو کې ضمانتونه، بين‌الافغاني مذاکرې او دايمي اوربند."

زلمي خليل‌زاد تل ويلي، تر هغو چې پر يوه مورد موافقه نه‌وي شوې، په حقيقت کې پر هېڅ شي موافقه نه‌ده شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره مياشت د پاکستان انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته په خبرو کې هيله ښوولې وه چې د جنورۍ تر پاى پورې به يوه موافقه وشي، خو داسې ونه‌شول.

که څه هم په قطر کې د سولې خبرې روانې وې، خو په افغانستان کې دننه د افغان او نړيوالو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه روانه وه.

د افغانستان او پاکستان د چارو ايرلنډى متخصص مايکل سمپل وايي، د قطر له خبرو هاخوا، طالبان ظاهراً د پسرلنيو عملياتو لپاره ځانونه چمتو کوي.

هغه زیاتوي: "که طالبان د سولې پروسې پر مخ بیولو ته ژمن وي، بايد حرکت وکړي او جوړجاړى وکړي، د پسرلنيو عملياتو تر پيل مخکې دې د بين‌الافغاني مذاکرو پر لوري ګام واخلي، له بده مرغه موږ به په راتلونکو اوونيو کې پر دې موضوع پوه شو."

د ښاغلي سمپل په خبره که جګړه دغسې روانه وي، روانه پېچلې شخړه به د يو بل کال په مخه تمديد شي.

په افغانستان کې عام افغانان چې له جګړې ستړي شوي دي، يوازې د اوربند او سولې غوښتنه لري، هغه هيله چې معلومه نه‌ده، کله به پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG