د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د سولې خبرو کې پر پرمختګ د امریکا ټینګار؛ دفاع وزارت وايي لاهم جګړه روانه ده


د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له وسله‌والې جګړې وروسته سیمه.
د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له وسله‌والې جګړې وروسته سیمه.

سره له دې چې امریکا تر راتلونکو دوه اوونیو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګونو خبرې کوي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېر په څېر جګړه روانه وه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي لاهم د طالبانو په جګړه‌ییز دریځ کې بدلون نه‌دی راغلی او دوی عملاً ورسره په جګړه دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۵» ازادي راډویو ته وویل چې لاهم طالبان جګړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان.

ښاغلی امان زیاتوي: "لاهم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو کچه کې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی، هغوی لاهم له یو کوچني فرصت ګټه اخلي او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي، خو افغان امنیتي ځواکونه هم تر هغه چې طالبان سوله ونه‌کړي، تاوتریخوالی پای ته ونه‌رسوي، پر وړاندې به‌یې جګړه کوي او له خلکو به دفاع کوي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د فبرورۍ ۱۳مه له ای هارټ راډيو سره په مرکه کې ویلي چې دوی فکر کوي تر راتلونکو دوو اوونیو به له طالبانو سره د موافقې پایلې په ډاګه شي.

تر دې وړاندې په بروکسل کې هم د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اووه ورځو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر سر خبرې شوي چې هیله لري دا به له طالبانو سره د سولې د هوکړه‌لیک امضا ته زمینه برابره کړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د ناټو غونډه کې د وینا پر مهال.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د ناټو غونډه کې د وینا پر مهال.

همداراز د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د سرچینې په حواله لیکلي چې له نن جمعې د طالبانو له لوري د اوو ورځو لپاره تشدد راکمېږي، خو په طالبانو کې یو شمېر کره سرچینو ازادي راډيو ته وویل، تر هغه چې د دوی او امریکا ترمنځ په رسمي ډول د سولې د توافق‌نامې د لاسلیک اعلان نه‌وي شوی تاوتریخوالی نه‌راکمېږي.

له دې سره یو شمېر کارپوهان بیا وایي چې طالبان باید ژر تر ژره اوربند اعلان کړي ځکه په دې اړه واضح تعریف موجود دی.

په تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند.
په تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند.

له ډلې یې په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "اوربند مشخصه تعریف، خو د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه دغه مشخصه تعریف نه‌شته، ځکه لاهم هره ورځ په دغو جګړو کې هم عام خلک او هم د افغانستان امنیتي دفاعي ځواکونه وژل کېږي، نو که پر تاوتریخوالي هوکړه کېږي په دې اړه بیا اټکل نه‌کېږي چې جګړه به څومره راکمه شي."

د افغانستان جمهوري ریاست هم هیله‌مند دی چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نتیجه ورکړي، طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG