د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ارګ: له طالبانو سره ژر کېدونکې هوکړه مشروطه منځپانګه لري


قطر کې امریکايي او طالب مرکچي پلاوي ګډ انځور- February 26, 2019
قطر کې امریکايي او طالب مرکچي پلاوي ګډ انځور- February 26, 2019

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، امریکايي چارواکو ورته ویلي چې له طالبانو سره هوکړه چې په پام کې ده ژر وروستۍ او لاسلیک شي، مشروطه منځپانګه لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د دفاع وزیر مارک اسپر او د سولې په چارو کې د دوی استازي زلمي خلیلزاد د مونیخ امنیتي کانفرانس په څنډه کې له محمد اشرف غني سره وکړې.

په خبرپاڼه کې د دغو امریکایي چارواکو له قوله لیکل شوي چې، د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي.

دوی وړاندې زیاته کړې، واقعیت او اصله موضوع داده چې طالبان حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.

د ارګ خبرپاڼه د مایک پومپیو په حواله وایي چې امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او طالبان باید له تروریزم سره مخه ښه وکړي او له جګړې لاس واخلي.

ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره.2.15.2020
ولسمشر غني د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره.2.15.2020

خو د امریکا دحکومت یوه لوړ رتبه چارواکي، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط په مونشن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې او ښايي په نن او سبا کې اعلان شي.

د امریکا د حکومت دې چارواکي ویلي چې امریکا او طالبانو هوکړه کړې چې یوه اونۍ به د ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او وسله والو نښتو په ګډون، په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کمېږي.

د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د موټر بم چاودنې انځور- 13 November 2019
د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د موټر بم چاودنې انځور- 13 November 2019

دې چارواکي وویل چې په هوکړه کې په وضاحت لیکل شوي چې په دې کې به د افغانستان د دولتي ځواکونو پر ضد بریدونه هم شامل وي.

د امریکا د حکومت دې لوړ رتبه چارواکي څرګنده کړه چې کله چې په ۷ ورځو کې د تاوتریخوالي انداز کمه شوه، خبرې به بل پړاو ته ولاړې شي چې هغه به د ټولو افغانانو په ګډون د بین الافغاني خبرو پیل وي.

رویټرز اژانس د دې امریکايي چارواکي په حواله لیکلي: "موږ غواړو چې د افغانستان حکومت په مذاکراتو کې د ګډون لپاره یو پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې ټول په کې شامل وي، بیا به، د بحث لومړۍ موضوع دایمي اوربند وي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسره ورسېږي."

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر پرون ونه ویل چې هوکړه شوې ده.

خو څرګنده یې کړه چې وسله وال طالبان به د یوې اونۍ لپاره تاوتریخوالی کموي او ورپسې به د طالبانو او افغانستان د حکومت مخامخ خبرې پیلېږي.

مارک اسپر پرون په مونشن کې خبریالانو ته ویلي چې د سولې د هوکړې لپاره باید ټولې خواوې خپله ژمنتیا په عمل کې څرګنده کړي.

مارک اسپر زیاته کړه: "متحد ایالات تعهد لري چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به بیا هېڅ کله د تروریستانو خوندي ځای نه وي او له هغه ځایه به زموږ پر خاوره برید نه کېږي، څرنګه چې راتلونکي وخت ته ګورو، زموږ دا تعهد دی چې په هره ممکنه بیه، د دې هدف ساتنه وکړو."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اصولو کې، له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه تائید کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په افغانستان کې اوسمهال، ۱۲ نیم زره امریکايي سرتېري او زرګونه اروپايي پوځيان د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر را واخلو خو طالبانو نه په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ورکړی او نه یې هم خپله تر اوسه د هوکړې د منځپانګې په اړه په ښکاره ډول څه ویلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې دغه هوکړه به د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شي.

د دغې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې ممکن دغه هوکړه په جرمني یا هم په ناروي کې لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه: "امریکایانو ویلي، چې المان او ناروې دواړو وړاندیز کړی، په همدې دوو ځایونو کې به یو چېرته لاسلیک شي، همداشان دوی ویلي و، چې د روانې اونۍ په اخر کې به هوکړه لاسلیک کیږي، زما معلومات دادي، چې د فبرورۍ تر اخره به لاسلیک شي."

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

ښاغلی دین محمد زیاتوي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به د طالبانو د سیاسي مرستیال او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ترمنځ لاسلیک شي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پرون په مونشن کې په خبري غونډه کې اشاره وکړه چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت راتلونکې په دې پورې تړلې چې طالبان سولې ته څرنګه ژمنتیا څرګندوي.

ینس سټولټنبرګ وویل: "ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، موږ تیار یو چې د دې پوځ شمېر تنظیم کړو خو که طالبان په واقعیت کې د تاوتریخوالي دکمولو توان او تعهد څرګند کړي او موږ د سولې پر لور لاره وګورو، یوازځنۍ لار چې ناټو د سولې د هڅو ملاتړ وکړي دا ده چې د افغانستان د ملي اردو او امنیتي ادارو سره همکاري جاري وساتي او په دې ډول طالبانو ته جوته شي چې هېڅ کله د جګړې په مېدان کې بری نه شي ګټلای."

سټولټنبرګ پرون په مونشن کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې دافغانستان له ولسمشر محمد اشرف غنی سره هم کتلي دي.

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره. 2.15.2020
ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي سره. 2.15.2020

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا دحکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم پرون د پومپیو، اسپر او غني په کتنه کې وو.

XS
SM
MD
LG