د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

سرور دانش: افغانستان کې جګړه په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو پیل شوې


(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د پاکستان صدراعضم عمران خان، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد غونډه کې.
(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د پاکستان صدراعضم عمران خان، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد غونډه کې.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال وايي د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

سرور دانش چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» په اسلام‌اباد کې "پاکستان ته د افغان کډوالو د مهاجرت د ۴۰مې کالیزې" په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان په سوله کې شریک واوسي.

ښاغلی دانش دغه‌راز وايي، د افغانستان سوله د طالبانو په نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پټن‌ځایونو په له‌منځه وړلو پورې اړه لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډه کې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډه کې.

ښاغلی دانش وايي: "که طالبان خپل پټن‌ځایونه او ځالې، تر خوا یې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې همداسې وساتي، که اوربند هم وشي، تل‌پاتې سوله نه‌شي راتلی. زموږ خلک د تل لپاره د تاوتریخوالي پای غواړي."

د ښاغلي دانش له قوله، په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو په افغانستان کې د نظام پر ضد جګړه پیل شوې او ترهګري یې پیاوړې کړې ده.

ښاغلي دانش د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د کېدونکې هوکړې هم ملاتړ وکړ او هیله‌یې وښوده چې دا هوکړه به د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو رغښت وغوښت، خو دا یې هم وویل چې په افغانستان کې له سولې پرته پاکستان کې هم ثبات امکان نه‌لري.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغانستان د سولې لپاره به هر هغه کار وکړي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

عمران خان په پاکستان کې د ترهګرو د پټن‌ځایونو په اړه د سرور دانش نیوکې ته په ځواب کې وویل: "غواړم ووایم چې په پاکستان کې د ترهګرو هېڅ امن پټن‌ځای نه‌شته. د دې احتمال شته چې د سپټمبر له ۱۱مې پېښې وروسته، په هغو کمپونو کې چې ۵۰۰ زره او سلګونه زره کډوال په‌کې وو، وسله‌وال مېشت وو، هغه وسله‌وال چې په افغانستان کې یې جګړه کوله. مګر څه ډول امکان لري چې یو حکومت زر یا هم یو نیم زر تنه وسله‌وال چې په دومره شمېر کډوالو کې وو، په نښه کړي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د سولې د راتلو اړوند د خپلو هڅو او همکارۍ ډاډ ورکوي چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌لیک شي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم هیله‌مند دی چې د دې هوکړې لاس‌لیک به د تاوتریخوالي د کمېدو او ترڅنګ‌یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل، اوربند او تل‌پاتې سولې لامل وګرځي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلي عبدالله دا خبرې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وکړې او ویې‌ویل: "دا په افغانستان کې د یو نوي فصل پیل دی، خو د کار پای نه‌دی، بلکې یو پیل دی چې موږ یې هرکلی او ملاتړ کوو. په دې اړه د افغانستان خلکو خپل دریځ روښانه کړی او د سولې له پروسې یې ملاتړ کړی دی."

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کېږي، خو لاهم په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د راکمېدو څه څرګ نه‌لیدل کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په هېواد کې د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتېدو خبره کوي.

د دې وزارت چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې له طالبانو سره په جګړه کې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې د سولې له هوکړې به یوه اوونۍ مخکې تاوتریخوالی راکم شي.

که څه هم د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن لاهم روښانه نه‌دی، خو د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې ورته سرې کرښې دي.

امریکا هم په ځلونو ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه د افغانستان د شاتګ په معنی نه‌ده، خو هغه چې په وار وار د افغان حکومت له‌خوا پرې ټینګار شوی د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري ده.

(ښی-کین) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی زلمی خلیل‌زاد په اسلام‌اباد غونډه کې.
(ښی-کین) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی زلمی خلیل‌زاد په اسلام‌اباد غونډه کې.

افغان چارواکو په وار وار ویلي چې په پاکستان په دې برخه کې خپلو ژمنو ته صادق نه‌دی.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تل له پاکستان غوښتي چې په هغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG