د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ولسمشر غني د سولې په تړاو د طالبانو په نیت شک وښود


ارشیف- قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور
ارشیف- قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان جګړه تر هغه پای ته نه رسېږي، څو چې طالبان په بهیر کې راګډ نه‌ شي او هغوی و نه ازمایل شي.

که څه هم احتمال شته چې ډېر ژر د امریکا متحده ایالاتو او وسله‌ والو طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه هوکړه ‌لیک لاسلیک شي، خو تازه ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې د طالبانو په نیت شک ښکاره کړی.

ښاغلي غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، طالبان لا هم له افغانستانه بهر په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او اړتیا ده چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه: " دا د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوښتنه ده، ځکه لومړۍ مسئله خو دا ده چې موږ باید طالبان وپېژنو، دا ډله یوه بهر مېشته ډله ده چې په پاکستان کې اوسېږي، د دوی مشرتابه شورا اوس ځان د کوټې او پېښور شوراګانو په نوم یادوي، نه د کندهار، جلال اباد او پکتیا شوراګانو په نوم، دوی خپل نومونه داسې تعریفوي لکه نور قدرتونو چې د دوی ملاتړ کوي. "

افغان ولسمشر محمد اشرف غني مونیخ کنفرانس کې د وینا پرمهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني مونیخ کنفرانس کې د وینا پرمهال

د افغانستان ولسمشر د سولې په اړه د پاکستان په همکارۍ هم بشپړ نه دی ډاډه او د پاکستان له ‌خوا د ملا عبدالغني برادر خوشې کولو ته په اشارې وايي، د ملا برادر خوشې کول دا مانا نه لري چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

محمد اشرف غني زیاتوي: "پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، افغانستان صادقانه بحث غواړي چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دویم د سیمه ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول."

ولسمشر له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته هم ګوته ونیوله او ویې ویل، یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکې ډېره مهمه ده چې له ټولو ترهګرو شبکو څخه چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ولسمشر محمد اشرف غني د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې تل د سولې په برخه کې د خپلې ژمنتیا په اړه ډاډ ورکړی دی.

افغان ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په اړه د افغانستان حکومت او امریکا تګ‌لاره څه ډول ده وویل، دواړه هېوادونه په دې برخه کې یوه دریځ لري او پر یوه او بل متقابل اعتماد موجود دی چې دا کار په ګډه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له یو شمېر امریکايي سناتورانو سره په کتنه کې ولسمشر غني ویلي، د سولې اړوند فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت د دې وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره فرصتونه په سم ډول وڅېړي.

ولسمشر غني پرون د امریکا د سنا جرګې له مشرې نانسي پلوسي او نورو سناتورانو سره لیده کاته کړي.
ولسمشر غني پرون د امریکا د سنا جرګې له مشرې نانسي پلوسي او نورو سناتورانو سره لیده کاته کړي.

له دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي و، له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی وړاندیز او تړون خطرناک دی، خو هیله‌مندي هم شته.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر

په ورته وخت کې یو شمېر شنونکي بیا وايي، سولې ته د رسېدو په دې حساس پړاو کې دا ډول نظر پر دې بهیر د ښکېلو لوریو ترمنځ باور ته زیان رسولای شي.

د قاصد د سټراټېژیکو اړیکو او مطالعاتو مرکز رئیس ډاکټر عبدالباقي امین وویل: ​"د سولې خبرې اترې بریالۍ پر مخ روانې دي، دې ته باید فرصت ورکړل شي، ولسمشر وړاندې ویلي و چې د سولې په اړه شرایط نه‌شته، هماغه نظر غوره و، نه دا چې اوس شرایط کېښودل شي، دا خبرې سولې ته لار پرانېزي، همدا ډول نورې لارې باید ولټول شي چې جګړه پای ته ورسېږي."

د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن لا هم رسنیز شوی نه دی خو د تاوتریخوالي کمېدل، له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو لپاره ګټه نه پورته کول او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو پیل یې مهم موضوعات یاد شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له قوله، د تاوتریخوالي د کمېدو پر اووه ورځني وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید په افغانستان کې "سولې ته هم یو چانس" ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG