خبرونه
د ولسمشر غني دویم مرستیال پاکستان ته لاړ
د افغان ولسمشر دویم مرستیال په پاکستان کې د کډوالو په اړه جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف نن اسلام اباد ته ولاړ.
د ښاغلي دانش مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست او د کډوالو چارو وزیر دې سفر کې د دویم مرستیال ملګرتیا کوي.
پاکستان ته د افغانانو د کډوالېدو د څلویښتمې کلیزې په مناست دا کنفرانس سبا پيلېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش او د شاوخوا شپیتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې برخه اخلي.
د کنفرانس بحثونه به تر ډېره پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، ورته د اسانتیاوو په برابرولو او ورپیښو ستونزو ور ټول وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
استرالیا په جنګي جنایت تورن سرتیری په ضمانت خوشې کړ، هغه د ۵ افغانانو په وژنه تورن دی
د استرالیا یوې محکمې خپل یو ویاړلی سرتیری چې په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن دی، په ضمانت ازاد، خو سفري محدودیتونه یې پر ځای دي.
۴۷ کلن بن رابیرتس سمیت تېره اونۍ پولیسو د پنځو جنګي جنایتونو په تور ونیوه چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې افغانستان کې ترسره کړي دي.
دی تورن دی چې د ماموریت پر مهال یې ۵ ملکي افغانان وژلي او د اثبات په صورت کې هر یو دا ډول قتل عمري حبس سزا لري.
سمیت په تکرار سره پر ده لګول شوي تورونه رد کړي.
استرالیا وروسته تر هغه په افغانستان کې له خپلو یوشمېر تورنو سرتیرو پوښتنې ګروېږنې پيل کړې چې ۲۰۱۸ کال کې په دې اړه رسنیو کې یوشمېر مقالې خپرې شوې.
پر کونړ د پاکستان د بریدونو له کبله یوازې د یوه ښونځي ۸ زره زده کوونکي له زده کړو پاته شوي
ډیورند کرښې ته نژدې د کونړ په بریکوټ کلي کې ۸ زره زده کوونکي د پاکستان د بریدونو له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.
فرانس پریس لیکلي چې د دغې سرحدي سیمې اوسیدونکي وروسته له هغه کډه شول چې دغلته یوه لیسه د پاکستان په بریدونو کې ویجاړه او شاوخوا کورونه زیانمن شول.
اژانس وړاندې لیکلي چې د همدې جګړې له کبله په ټوله کې ۱۲۰۰۰ زده کوونکي یا متاثره او یا هم بې ځایه شوي دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلي چې د بریکوټ په ګډون د کونړ ۲۲ ښوونځي جدي بیارغونې ته اړتیا لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې تازه څپه د فبرورۍ په ۲۶مه پېل شوه، که څه هم د اختر له اوربند او چین کې د دواړو لورو له ۷ ورځنیو خبرو وروسته یو څه کراره شوې، خو یو مخ نه ده درېدلې.
دامریکا ولسشمر وايي لبنان او اسراییل په اوربند سره سلا شول
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان د ولسمشر او د اسراییل صدراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کې موافقه شوې چې دواړه هېوادونه د پنجشنبې له ماښامه ۱۰ ورځنی اوربند پیلوي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د خبرو په نتیجه کې «دې دواړو مشرانو موافقه کړې چې د خپلو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره، د امریکا د ختیځ ساحل په وخت د پنجشنبې د ماښام له ۵ بجو څخه یو رسمي ۱۰ ورځنی اوربند پیلوي. »
د امریکا ولسشمر زیاته کړه چې خپل مرستیال جي. ډي. ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ګډو ځواکونو لوی درستیز ته یې لارښوونه کړې چې «له اسراییل او لبنان سره د یوې دوامداره سولې لپاره همکاري وکړي.»
دامریکا دفاع وزیر ایران ته خبرداری ورکوي چې که هوکړه و نه کړي نو تاسیسات به یې بمبارد شي
د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که ایران یوه هوکړه ونه کړي، له محاصرې او د بنسټیزو تاسیساتو له بمبارد سره به مخ شي.
پیت هگست د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په دفاع وزارت پنتاګون کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په منځني ختیځ کې امریکایي ځواکونه په داسې موقعیت کې دي چې که ایران د سولې تړون ونه کړي، نو پوځي عملیات به بیا پیل کړي.
هغه ایراني چارواکوته په خطاب کې وویل: «لکه څنګه چې زموږ مرکچیانو ویلي، تاسو کولی شئ یوه روښانه راتلونکې او یو طلایي پل انتخاب کړئ، او موږ هیله لرو چې دا به د ایران د خلکو لپاره ترسره کړئ.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د ایران سمندري محاصره، چې د حمل په ۲۴ مه پیل شوې، تر هغه وخته به دوام وکړي چې اړتیا وي.
هغه خبرداری ورکړ: «که ایران ناسم انتخاب وکړي، نو له محاصرې او د برېښنا او انرژۍ د بنسټونو له بمبار سره به مخ شي.»
په اسلام اباد کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د حمل په ۲۲مه ترسره شو، خو کومې پایلې ته ونه رسېد. پاکستان هڅه کوي چې دواړه لوري د راتلونکو خبرو لپاره قانع کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اعلان شوی اوربند به تر شپږو نورو ورځو پورې دوام لري.
د افغانستان لپاره د پاکستان او اروپايي اتحادیې استازو سره لیدلي دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی وايي چې د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.
محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په ایکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د ترهګرۍ، اړوندو ګواښونو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په اړه خبرې کړي.
هغه زیاته کړې چې په دې خبرو کې د همغږۍ او ګډ تعامل پر اهمیت هم ټینګار شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرو شپږو میاشتو کړکېچونو له امله پولې تړل شوي او سوداګري هم زیانمنه شوې ده. وروستۍ نښتې د فبروري میاشت کې پیل شوې وې، خو د چین په منځګړیتوب دا کړکېچونه تر یوه حده کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان د طالبانو د جزايي اصولنامې د لغو کیدو غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو «د محاکمو جزایي اصولنامه» به د افغانستان د خلکو اساسي حقونه نور هم کمزوري کړي.
دغو کارپوهانو په یوه لیک کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په مشرۍ لیکل شوی، له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
په دې لیک کې، چې بنیت د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په ایکسپاڼه خپور کړی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ته لیکل شوي چې دا فرمان له نړیوالو حقوقي معیارونو سره برابر نه دی او ښايي د عادلانه محاکمې حق، د قانون پر وړاندې برابري او له شکنجې څخه خوندیتوب تر پښو لاندې کړي.
د کارپوهانو په وینا، د شفافیت نشتوالی، د جرمونو مبهم تعریف، او د ځینو بدني سزاګانو اجازه جدي اندېښنې دي. هغوی همدارنګه د اعدام د سزا د زیاتېدو او پر ښځو او زیانګالو ډلو د دې فرمان د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی.
طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي وو چې د دوی په قوانینو کې داسې هېڅ ماده نشته چې د اسلامي شریعت خلاف وي.
ټرمپ د لبنان او اسرائیل د مشرانو ترمنځ د خبرو اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ به نن پنجشنبه مخامخ او د لوړې کچې خبرې وشي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: «هڅه کوي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د ارامۍ فضا رامنځته کړي. له هغه وخته چې د دواړو هېوادونو مشرانو وروستی ځل خبرې کړي، ۳۴ کاله وتلي دي.
تر دې مخکې، د سېشنبې په ورځ د لبنان او اسرائیل سفیرانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په کوربهتوب او د امریکا د سفیر په حضور کې خبرې کړې وې. سپینې ماڼۍ له هغې کتنې وروسته ویلي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو پلان شته، خو وخت او ځای یې لا نه و ټاکل شوی.
وروسته له هغه چې حزب الله ډلې، د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې په درېیمه ورځ، د اسرائیلو په شمالي سیمو بریدونه وکړل، لبنان په جګړه کې ښکېل شوی دی.
امریکا او اسراییل حزب الله یوه ترهګره ډله ګڼي خو اروپايي اتحادیه د هغې پوځي څانګه په تروریستي لیست کې شامله کړې ده.
د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې ۲ زره لبنانیان د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي او اسرائیلي ځواکونه د لبنان په ځینو برخو کې مخکې تللي دي.
چین په هرمز تنګي کې عادي حالت ته د بېړۍ چلولو د راګرځېدو غوښتنه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګیي، د ایران له باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې په هرمز تنګي کې عادي حالت ته د کښتۍ چلولو د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګیي ټینګار کړی چې په هرمز تنګي کې باید د ایران ملي حاکمیت او امنیت ته درناوی وشي، خو په عین حال کې باید په دې مهمه اوبلاره کې د کښتۍ چلولو ازادي او امنیت هم تضمین شي.
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په دې موافقه ده چې په هرمز تنګي کې باید حالت بېرته عادي شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وانګیي خپل ایراني سیال ته ویلي چې اوسنی وضعیت «د بدلون او تحول په یوه حساس پړاو کې دی» او «د سولې پر لور یوه کړکۍ پرانیستل کېږي».
د بخښنې نړیوال سازمان: بریتانیا دې د افغان ښځو پر وړاندې د پناه غوښتنې سختې تګلارې ودروي
د بخښنې نړیوال سازما او د «د سولې او امنیت لپاره د جنسیتي اقدام» (GAPS) ډلې له بریتانیا غوښتي چې ه د پناه غوښتنې هغه تګلارې ودروي چې د دوی په وینا، ورځ تر بلې افغان ښځې او نجونې د پناه له ترلاسه کولو څخه محروموي.
په هغه ګډ راپور کې چې د اپرېل په ۱۶مه خپور شوی، ویل شوي چې په بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په چټکۍ سره له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه ښځې له پناه اخیستو بېبرخې شوې دي.
د راپور له مخې، دا کموالی په داسې حال کې راغلی دی چې افغان ښځې په نړۍ کې تر ټولو له سخت جنسیتي محدودیتونو سره مخامخ دي؛ هغه محدودیتونه چې په افغانستان کې د زدهکړو، کار او ازاد تګ راتګ حقونه سخت محدودوي.
راپور زیاتوي چې د بریتانیا هغه پالیسۍ چې د کډوالۍ د کنټرول لپاره سختې شوې دي، په عملي ډول د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب دروازې بندوي چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري، په ځانګړي ډول زیانګالې ښځې او نجونې.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د تازه ورښتونو اټکل شوی
د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې پنجشنبه د ورښتونو او د سیلونو د بهیدو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، بغلان، میدانوردګ، بدخشان، تخار، سمنګان، کندز، بلخ سرپل، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له لسو تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا د حمل له شپږمې تر څلرویشتمې په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو له امله یو سل او اووه اویا کسان ووژل شوي او نهه تنه لاهم تري تم دي.