د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

طالبان: سبا له افغان حکومت سره پلان شوي بین‌الافغاني مذاکرات نه‌کېږي


قطر کې د طالبانو یو انځور
قطر کې د طالبانو یو انځور

وسله‌وال طالبان وايي داسې نه‌ښکاري چې د افغانستان له حکومت سره سبا سې شنبه (د مارچ پر ۱۰مه) پلان شوې بين‌الافغاني مذاکرې پر وخت ترسره شي.

د دې ډلې په خبره دا مذاکرې ځکه ښايي ونه‌شي چې د جمهوري رياست دواړه سيالان محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په پام کې لري، د لوړې دوه موازي مراسم جوړ کړي.

له کله چې د امريکا متحده ايالاتو په قطر کې تر مذاکرو وروسته له طالبانو سره د فبرورۍ پر ٢٩مه د سولې يوه لانجمه موافقه لاسليک کړه، نو واشنګټن پر افغان حکومت فشار راوستی چې له دې ډلې سره مخامخ خبرو ته کېني.

قطر کې د امریکايي او طالب مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې تړون د مراسمو یو انځور
قطر کې د امریکايي او طالب مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې تړون د مراسمو یو انځور

د بين‌الافغاني خبرو هدف د طالبانو او افغان حکومت د مرکچيانو جرګه کول دي چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازي به هم په‌کې برخه لري.

په دوحه کې د شوې موافقې له مخې تر بين‌الافغاني خبرو مخکې بايد د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو تبادله بشپړه شي.

ذبيح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي په داسې حال کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغه د عمده سيال عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات شته، فکر نه‌کوي چې په کابل کې به چارواکي د بنديانو تبادله پر وخت بشپړه کړي.

مجاهد پرون روېټرز اژانس ته ويلي: "د لوړې پر ځاى له دوى غواړو چې پر بين‌الافغاني مذاکرو تمرکز وکړي."

د طالبانو وياند وايي، له دغو افغان چارواکو غواړي چې داخلي اختلافات يوې خوا ته پرېږدي، له لوړې لاس واخلي او د سولې لپاره کار وکړي.

ذبيح‌الله مجاهد ويلي د افغانستان له زندانونو د ٥٠٠٠ طالب بنديانو د خوشې کېدو لپاره عملي ګامونه نه‌دي اخيستل شوي.

د واشنګټن له فشار او د طالبانو له دې ژمنې سره سره چې وايي ١٠٠٠ تنه نيول شوي افغان پوځيان او ملکي دولتي مأمورين به خوشې کوي، ولسمشر غني د ٥٠٠٠ طالب بنديانو له خوشې کېدو سره په عامه مخالفت ښوولى دى.

ذبيح‌الله مجاهد ويلي، د دواړو لورو د زندانيانو ساتونکو پرون او وړمه ورځ په دوحه کې سره کتلي دي.

دا له کله چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د سولې مشروطه موافقه لاسليک شوې، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ لومړي رسمي تماسونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون په فبرورۍ مياشت کې محمد اشرف غني د ټاکنو د څه باندې ٥٠ فيصده رايو په ګټلو سره ګټونکى اعلان کړ.

کمېسيون وويل، عبدالله عبدالله د څه باندې ٣٩ فيصده رايو په خپلولو سره په دوهم کتار کې راغلى دى.

خو عبدالله عبدالله ادعا کړې چې د رأی شمېرنې پر وخت په پراخه پيمانه درغلي شوې او ټينګار يې کړى چې د انتخاباتو ګټونکى دى او د ټول‌شموله حکومت د تشکيل ژمنه‌يې کړې ده.

XS
SM
MD
LG