د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

خبرونه

ولسمشر غني تېره ورځ له خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي

ولسمشر غني
ولسمشر غني

والسټریټ ژورنال د افغان دولت د یوه چارواکي له خولې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي.

زلمی خلیلزاد تېره ورځ له قطر ه کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

اجرائیه ریاست وايي، د لیدنې په پیل کې اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه او قدردانی وکړ او د سولې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو، د دایمي سولې لپاره پر هڅو او د ولسمشریزو ټاکنو پایلو څخه په رامنځته شوي بحران بحث او خبرې وشوې.

خو والسټریټ ژورنال وايي، خلیلزاد غوښتل څو له ولسمشر غني سره هم وګوري خو هغه دغه لیدنه نه ده منلې.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپل ټویټ پاڼه دغه خبر رد کړی.

هغه لیکلي دا خبره حقیقت نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یو هندي شرکت د افغانستان په بندرونو کې لابراتوارونه جوړوي

INDIA-PAKISTAN-KASHMIR-UNREST
INDIA-PAKISTAN-KASHMIR-UNREST

یوه هندۍ کمپنۍ په کابل او د افغانستان په څو مهمو سرحدي بندرونو کې د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په لګښت د پرمختلليو لابراتواري کمپلیکسونو د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې پر اساس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرد او کیفیت ادارې د هند له «TCRC» شرکت سره لاسلیک کړ، په کابل او د هېواد په نهو سرحدي بندرونو کې به لابراتوارونه جوړ او تجهیز شي.

د سټنډرډ ادارې مشر فیض‌الله تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، ټوکر، څرمن او کاغذي محصولاتو د ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل وي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار ادعا کوي، په افغانستان کې ۷ زره وسله وال روزل کېږي

د پاکستان د صدراعظم سیاسي سلاکار رانا ثناالله د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې تر اووه زره ډېر وسله‌وال روزل کېږي.

رانا ثناالله د پاکستان په سنا جرګه کې وویل چې دا وسله‌وال د هند او اسرائیل له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د وسله‌والو د روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه: «پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.»

نوموړي وویل چې صدراعظم شهباز شریف طالبانو ته څرګنده کړې چې له پاکستان سره د اړیکو او د وسله والو ډلو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.

د کابل چارواکو تر اوسه د رانا ثناالله د دغو تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره د چین استازی واييو کابل او اسلام اباد همکارۍ ته چمتو شوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاؤ یونګ د چهارشنبې په ورځ، د مې په ۱۳مه، ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته چمتو دي.

هغه دا څرګندونې په ایکسپاڼه کې د چین په ملاتړ د ارومچي خبرو له بهیر وروسته کړې دي.

یونګ ویلي چې دواړو خواوو د ارومچي د خبرو بهیر مثبت ارزولی او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی. چین د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

دا څرګندونې څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او طالبانو استازو د چین په ارومچي ښار کې د دوو هیوادونو ترمنځ د نښتو د مخنیوي لپاره خبرې کړې وې.

پاکستان بیا هم ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسله‌وال په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تورونه ردوي.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلونو اټکل کړی دی.

بامیان، میدان‌وردګ، هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت او ورسره سېلونو وړاندوینه شوې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي‌مترو پورې اټکل کړې ده.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښتونو او سېلونو له امله سلګونو کسانو ته د سرومال تاوانونه اوښتي دي.

څلور عربي هیوادونه د ناټو غونډې ته بلل کېږي

بلومبرګ خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ناټو پلان لري د فارس خلیج د څلورو هېوادونو استازي د انقرې غونډې وروبولي.

د سرچینو په وینا، تمه ده چې د ایران جګړه او د اروپا او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی اختلاف به د دې غونډې پر خبرو اترو سیوری وغوړوي.

په دغو څلورو هېوادونو کې بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات شامل دي، چې ټول د «استانبول د همکارۍ نوښت» غړي دي. دا یو داسې چوکاټ دی چې د ناټو او له ناټو دباندې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره جوړ شوی دی.

بلومبرګ د خبرو سرچینو له قوله ویلي چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د جولای میاشتې د اوومې او اتمې نېټې د غونډې لپاره، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره کېږي، دعوت شي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

کابل کې د کرکټ یو ستر کمپلکس جوړیږي

د افغانستان د کریکټ بورډ لوګو ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ بورډ لوګو ، ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي کابل کې یې دنړیوال کرکټ کمپلکس د جوړولو کار پیل کړی دی.

دغه مجمع چې د ۴۰ زرو نندارچیانو ظرفیت به ولري د ۴۵ ملیونو ډالرو په لګښت په ۸۶ جریبه ځمکه دکابل په ۱۶مه ناحیه کې جوړیږي.

خبر زیاتوي چې دغه ستر کمپلکس یا مجمع به یو عمومي او دوه فرعی لوبغالي ، ستر میلمستون، لوی جومات او نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې ولري.

د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې ددغې مجمع د جوړیدو کار په ۶ کلونو کې تکمیل شي.

ایران د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ

احسان افرشته چې اسراییلو ته د "جاسوسي" په تور اعدام شو. ارشیف
احسان افرشته چې اسراییلو ته د "جاسوسي" په تور اعدام شو. ارشیف

دایران حکومت د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ.

دازادې اروپا راډیو ایراني څانګه، راډیو فردا رپوټ ورکوي چې میزان نیوز چې دایران قضايي قوې ته نږدې رسنۍ ده ویلي دي چې افرشته «په نیپال کې د موساد لخوا روزل شوی و او د ایران حساس معلومات ی اسراییلو ته پلورل»، او نن چهارشنبې د غویي په ۲۳ مه اعدام شو.

په راپور کې پرته له جزییاتو ویل شوي چې افرشته «د یوه نظامي بنسټ اړوند شرکت کې د سایبري کارپوه په توګه کار کاوه».

«میزان‌نیوز» د دغه زنداني په اړه خپل رپوټ کې دا نه دي ویلي چې هغه څه وخت نیول شوی او محاکمه شوی و، او نه هم د هغه د محاکمې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

دایران حکومت دوه اونۍ مخکې هم د مهدي فرید په نوم یو بل زنداني اسراییلو ته د جاسوسي په تور اعدام کړی و.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام کړي او تر ۴۰۰۰ زیات نور یې نیولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو د نورو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ایران له چین وروسته په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه لري.

ملګري ملتونه : تیره اونۍ زرګونه کسان افغانستان ته ستانه شوي

د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ،ارشیف
د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ،ارشیف

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي تیره اونۍ (د مې له ۳ تر ۹ ) څه دپاسه ۱۱۵۰۰ کسان له پاکستان ، ایران ،تاجکستان او نوروهیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه اداره وايي ستنو شویو کسانو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه یې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي.

رپوټ زیاتوي چې دستنو شویو کورنیو ۴۱ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.

ټرمپ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې له خپل چینايي سیال غواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پرمخ پرانیزي

ولسمشر ټرمپ چین ته د روانیدو په حال کې
ولسمشر ټرمپ چین ته د روانیدو په حال کې

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه به وغواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پر مخ پرانیزي.

تمه ده چې په دې مهمه سرمشریزه غونډه کې د ایران دجګړې په هکله هم خبرې وشي.

د نیویډا او تسلا کمپنیو مشران ،جنسن هوانګ او ایلان ماسک هم ولسمشر ټرمپ سره چین ته د سفر ملګري دي.

ولسمشر ټرمپ واشنګټن څخه تر روانیدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل :"زه به له ولسمشر شي، چې یو ډېر ممتاز مشر دی، وغواړم چې چین پرانیزي، څو دا تکړه کسان خپل استعداد وکاروي او د چین ولسي جمهوریت لا لوړې کچې ته ورسوي!"

د نورو سترو شرکتونو یو شمېر اجرائیه رئیسان، لکه د اپل مشر تیم کوک هم د دې سفر لپاره بیجینګ ته ځي. دا نږدې په لسو کلونو کې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر دی.

ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د روانېدو پر مهال وویل چې تمه لري له خپل چینايي ساري سره د ایران په اړه “اوږدې خبرې” وکړي، ځکه ایران خپل زیاتره هغه تېل چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، چین ته پلوري.

ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.

ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG