خبرونه
اسراییل او حماس یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي
فلسطنیانو نن د غزې په خان یونس کې د خپلو وژل شویو عزیزانو ویر وکړ.
دا کسان یوه ورځ مخکې د اسراییلي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
د خان یونس په کویتي روغتون کې ډاکټرانو وویل چې له دې برید وروسته دوی د پنځو فلسطنیانو جسدونه ترلاسه کړې دي چې دوه یې ماشومان دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي چې په خان یونس کې یې د حماس ترهګر په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پيژني.
حماس د اسراییل برید له اوربند څخه سرغړونه وبلله او د اسراییل پوځ وویل چې دا حمله په رفح کې د چهارشنبې په سهار پر اسراییلي پوځیانو د شوي برید په ځواب کې شوې ده چې له امله یې پنځه اسراییلي سرتیرې ټپيان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان: د دوی له قوانینو سره مخالفت د اسلامي شریعت مخالفت دی
د طالبانو عدلې وزارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټول تقنیني اسناد له شریعت سره سم تدوین شوي دي او له دې قوانینو سره مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
طالبانو روانه اونۍ یوی نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې افغان ټولنه پر ملایانو اشرافو، متوسطه او ټیټې کچې ویشل شوې او پکې ویل شوي دي چې د همدې طبقاتي سیستم له مخې به خلکو ته سزاوې ورکول کیږي.
پر دې قانون د بشري حقونو یوشمیر ډلو انتقادونه کړې دي او پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي ژیل برتراند ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون تصویب جدي اندیښنې پيدا کړې دي.
ایران ته د واشنګتن نوی تهدید
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ.
ډونالډ ټرمپ وویل، هیله ده چې ایران ژر تر ژره د خبرو میز ته حاضر شي او د اټومي وسلو په برخه کې یوې عادلانه معاملې ته غاړه کیږدي. ولسمشر ټرمپ په خواله رسنیو کې په یوه پیغام کې دا هم لیکلي دي چې یو لوی لښکر د ایران په لور روان دی. ټرمپ زیاته کړه چې ده مخکې هم غوښتل له ایران سره یوه معامله وکړي، خو هغوی چمتو نه شول چې له امله یې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشول، خو دا ځل به حمله، د ده په وینا تر مخکنۍ یوې ډیره سخته وي.
د امریکا د ولسمشر تر دې خبرداري مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې له واشنګتن سره د روغې جوړې خبرې ممکن نه دي او دیپلوماسي د پوځي ګواښ له لارې نه اغیزمنه ده او نه ګټه کوي.
په افغانستان کې راتلونکې اونۍ د پولیو نوی کمپاین پیلیږي
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پيل شي.
پولیو فري افغانستان موسسې نن خبر ورکړ چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوې وې او وړم کال مثبتې پېښې پنخه ویشتو ته رسیدلې وې.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې لاهم پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د روسیې له ولسمشر سره ګوري
کرملین وایي، نن به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د غونډې پرمهال په سوریه کې د روسیي ځواکونو د حضور په اړه خبرې وکړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دا مشران به په مسکو کې نن د اقتصادي همکاریو او له لویه سره د منځني ختیځ د وضعیت په اړه وغږیږي.
د سوریې د مخکني ولسمشر بشار الاسد حکومت چې د دوه زره څلرویشتم کال په ډسمبر کې د احمد الشرع په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ونړاوه، د روسیې نژدې ملاتړی و.
د افغانستان فوټسال لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې صفر وګټله. دا لوبه نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم بل ګول ترسره کړ او د افغانستان لپاره دریم ګول هم امید قنبري ترسره کړ.
افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه پکې ګډون لري، د دلوې له اومې څخه پیل شوي او د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې به دوام کوي.
ټرمپ: د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده.
ټرمپ په آیوا ایالت کې په یوه وینا کې وویل: «په رښتیا، همدا اوس یوه بله ښکلې بېړۍ هم په ښکلي ډول د ایران پر لور روانه ده. نو باید ووینو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر روښانه نه کړه چې د هغه له دې بېړۍ ډلې څخه هدف هماغه د «یواېساېس ابراهام لینکن» الوتکې وړونکې بېړۍ او ورسره ملې جنګي کښتۍ دي چې د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته داخلې شوې دي او که هغه د امریکا د پوځ بله نوې بیړۍ ده چې سیمې ته استول شوې. خو ټرمپ داهم وویل: «هیله لرم چې هوکړې ته ورسېږي».
دا په داسې حال کې ده چې د تهران او واشینګټن ترمنځ په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو پر سر د کړکېچونو له زیاتېدو سره سم، امریکا د سې شنبې په ورځ، په منځني ختیځ کې د څو ورځنیوپراخو هوايي پوځي تمرینونو د ترسره کېدو خبر ورکړ.
اټومي الوتکې وړونکې «ابراهام لینکن» بیړۍ چې د پرمختللو اف -۳۵ جنګي الوتکو په ګډون پرنږدې ۹۰ جنګي الوتکو سمباله ده، په تېرو ورځو کې له خپل پخواني ځای، د چین د جنوب له سمندر څخه، د فارس خلیج پر لور روانه وه، او د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنتکام د تایید له مخې، د ایران په جنوب کې د اوبو مهم نړیوال تنګي ته رسیدلې.
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره: په ختیځ کې درنو اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې پرکرنې متکي دي
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، د افغانستان په ختیځ کې پرله پسې اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې د خوړو لپاره پر کرڼې تکیه کوي او لا دمخه د وروستیو زلزلو له امله اغېزمنې شوې وې.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې د هوا دا وضعیت ښايي د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه کړي.
د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې به درانه ورښتونه د بلې اوونۍ لپاره هم دوام وکړي او په ځینو ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د تودوخې درجه په چټکۍ سره راټیټه کېدای شي. په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او درنې واورې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د ژمي په میاشتو کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ماشومانو خوارځواکي عموماً په همدې موده کې اوج ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي افغانستان د خوارځواکو ماشومانو له پلوه د نړۍ له تر ټولو بحراني هیوادونو ګڼل کیږي چې پکې هرکال شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي.
ټرمپ: دی هیله لري چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدانشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي دی «هیله لري» چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدا نه شي، خو ده سیمې ته یو «لوی سمندري ځواک» استولی او د هوایي بریدونو احتمال یې هم ندی ردکړی.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۶مه له اکسيوس سره په مرکه کې وویل چې د ایران اړوند وضعیت «بدلېدونکی» دی، ځکه هغه سیمې ته «لوی سمندري ځواک» لېږلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د برید ډلې په ګډون د «يو اېس اېس ابراهام لنکن» په مشرۍ د الوتکو وړونکې بېړۍ اوس د منځني ختیځ په اوبو کې ځای پر ځای شوې ده. خو ټرمپ زیاته کړه چې د ده په اند تهران رښتیا هم غواړي یوه هوکړه وکړي.
هغه وویل: "هغوی غواړي یوه معامله وکړي. زه په دې پوهېږم. هغوی څو ځله اړیکه نیولې ده. هغوی غواړي خبرې وکړي."
په ایران کې کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې د دې هیواد رژیم د لاریونونو پر وړاندې سخت ځپونکي اقدامات وکړل چې د بشري حقونو د ډلو په وینا په زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.
د افغانستان د فوټسال لوبډله نن چهارشنبې له سعودي عربستان سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي. افغانستان په دې سیالیو کې چې اندونیزیا یې کوربنه ده، په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې ترسره کړي دي. دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان: طالب چارواکي باید د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د لغوه کولو پریکړه سمدستي لغوه کړي
د بښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنېشنل) د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو منع کول، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د دوی د کمپاین یوه برخه بللې ده.
دې سازمان د سې شنبې په ورځ، د دلو په ۷مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالب چارواکي باید سمدستي دا پرېکړه لغوه کړي او دغو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له ګواښ او فشار پرته خپلې مشروع چارې په ازاد ډول ترسره کړي.
امنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه له دې مخکې هم له فشار او محدودیتونو سره مخ وو، او د طالبانو نوې پرېکړه به د خپلواکو رسنیو وضعیت لا خراب کړي.
د دې سازمان په وینا، دا اقدامات نه یوازې د رسنیو حالت نه ښه کوي، بلکې په افغانستان کې د ځپونکي چاپېریال تر سیوري لاندې د خپلواکو خبریالانو د مسلکي ملاتړ او امنیت لپاره پاتې وروستۍ لارې هم تړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۶مه، اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ارزولي دي او له هغو څخه یې د درې بنسټونو د فعالیت جوازونه تمدید کړي او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.