د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

امریکا: طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې ژمنې تر پښو لاندې کړي


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي په سنا کې د خبرو پرمهال.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي په سنا کې د خبرو پرمهال.

امریکایي جګپوړي پوځي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تر ډېره شوې موافقه رعایت کړې ده.

دغو چارواکو دا څرګندونې د امریکا کانګرس ته پرون څوساعته وروسته له هغې وکړې چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره د موافقې ترلاسلیک وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو پراهدافوهوایي بریدونه وکړل.

امریکا پر وسله‌والو طالبانو دغه هوایي برېدونه وروسته له هغې وکړل چې طالبانو پر افغان ځواکونو څو حملې وکړې.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې دغه تاوتریخوالي داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل چې ده د طالبانو له یوه مشر سره ډېرې ښې خبرې درلودې.

د هغه اشاره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدلغني برادرته وه چې د سې شنبې په ورځ یې ورسره ټیلفونې خبرې وکړې.

ټرمپ وویل، طالبان غواړي چې تاوتریخوالی کم کړی.

د اسوشیتید پرس د راپورله مخې دغه وضعیت ښکاره کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې موافقه څومره نازکه ده او هم هغه د یوه مبهم حالت ښکارندوي کوې، داسې چې ایا امریکا د هغې د عملي کولو لپاره اقدام وکړي او که هڅه وکړي چې مقابل لوری تشویق کړي چې ژمنو ته یې وفادار پاتي شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې استماعیه غونډې ته پرون وویل چې طالبانو د دغې موافقې هغه برخه چې پر امریکایي او د متحدینو پرځواکونو به یې برېدونه نه کوي، عملي کړي خو د تاوتریخوالي د کمښت د دوام په برخه کې یې ژمنې تر پښو لاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه دا برخه یو څه ستونزمنه ده چې دغه ډله دې دا کار وکړای شي.

اسپر وویل، په طالبانو کې سخت دریځي او نرم دریځي شته چې د ده په باور دوی په دې برخه کې په خپلو کې سره اختلاف لري.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې شنبې د ورځې د لاسلیک شوې موافقې له مخې د امریکایي ځواکونو په ګډون ټول بهرني ځواکونه باید په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي او طالبانو یې په بدل کې د یو لړ امنیتي ضمانتونو ترڅنګ ژمنه کړې چې د افغانستان له حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي. هغه څه چې تر اوسه یې له دې کاره ډډه کړې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني خبر داری ورکړی چې د دغې موافقې په دغه مهم مورد یعني د ۵۰۰ زره طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه یې ژمنه نه ده کړې خو طالبانو ویلي ترهغو په بین الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي چې د موافقې دغه شرط پوره شوی نه وي.

د امریکا دفاع وزیر چې په قطر کې د طالبانو او امریکا د موافقې د لاسلیک په ورځ له افغان مشرانو سره د خبرو او د افغانستان له دولت سره د یوې اعلامیې د لاسلیک لپاره په کابل کې و، د سنا جرګې دغې استماعیه غونډې ته وویل چې دغه موافقه د امریکا پوځ ته اجازه ورکوي چې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره اقدام وکړي.

امریکایي چارواکو پرون وویل چې پر طالبانو له هوایي برېدونو یې هدف دا وو چې دې ډلې ته دا پیغام ورکړي چې پر افغان ځواکونو په وروستیو دوو ورځو کې زیاتې شوې حملې د نه منلو وړ دي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د سنا د پوځي خدماتو کمیټې استماعیه غونډي ته په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو د وروستیو حملو په اړه وویل، چې ټولې دغه حملې په شاه تمبول شوي دي.

هغه زیاته کړه هغه څه چې د دغې موافقې لپاره مهم دي دادي چې موږ د هغې په څلورمه ورځ د افغان ځواکونو پر پوستو د کوچینو حملو شاهدان و.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی دغه موافقه له خطر سره مخامخ کوي او دغه تاوتریخوالی باید سمدستي کم شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد

خو د دغه وروستي تاوتریخوالي سره د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وویل چې طالبانو تر ډېره د شوې موافقې له مخې په خپلو ژمنو عمل کړی دی.

هغه زیاته کړه: "دا مهمه ده چې طالبانو د ۳۴ ولایتونو پر مرکزونو حملې نه دي کړي، په کابل کې حمله نه ده شوې خو نورې لویې حملې، ځانوژونکې چاودنې، د موټرو په وسیله ځان وژونکې حملې او دغه راز پر امریکایي ځواکونو او زموږ پر متحدینو حملې نه دي شوي."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی له خپله اړخه د تاوتریخوالي د کمښت د دوام لپاره د پلان مطابق د موافقې ټول اړخونه یو په بل پسې عملي کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون په ۱۵ولایتونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو د ۳۰ حملو خبر ورکړ چې د هغه په وینا په نتیجه کې یې څلور ملکي وګړي او ۱۱ افغان سرتېري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG