د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

'د ورکړل شوي مهلت پای'؛ افغان حکومت طالبانو ته خبرداری ورکړ


ارشف، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پکتیا کې د عملیاتو پر مهال.
ارشف، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پکتیا کې د عملیاتو پر مهال.

افغان حکومت طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نو له ځپونکو ګوزارونو سره به مخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې ډلې پر ضد به یو ځل بیا یرغلیز عملیات پیل کړي.

افغان حکومت طالبانو ته مهلت ورکړی و چې که په تاوتریخوالي کې کموالی رانه‌ولي، نو د دفاعي امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي. دا مهلت نن پای ته رسېږي.

افغان حکومت د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې اعلان کړی و چې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات نه‌کوي او یوازې په دفاعي حالت کې به وي، خو په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک په راوروسته ورځو کې طالبانو یو ځل بیا حملې پیل کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته د حکومت له‌خوا ورکړل شوی مهلت نن پای ته رسېږي، خو که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نو افغان ځواکونه به له دفاعي حالت څخه ووځي او پر ضد به‌یې یرغلیز عملیات پیل کړي.

اغلې امیني زیاتوي: "نن د هغه مهلت وروستۍ ورځ ده چې طالبانو ته ورکړل شوی. موږ یو ځل بیا طالب وسله‌والو ته خبرداری ورکوو چې که د تاوتریخوالي د کموالي پرېکړې ته اهمیت ورنه‌کړي او یا یې له پامه وغورځوي او یا هم د ملکي هېوادوالو او امنینتي ځواکونو په وژنو لاس پورې کړي، نو افغان امنیتي دفاعي ځواکونه به‌یې وځپي او پر ضد به‌یې د پخوا په شان پراخ یرغلیز عملیات پیل کړو."

اغلې امیني زیاتوي چې افغان ځواکونه د یرغلیزو عملیاتو لپاره پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم دې ته ورته خبرداری ورکړی او وايي که طالبان تاوتریخوالی ونه‌دروي، نو افغان ځواکونه به تدافعي حالت په یرغلیز حالت بدل کړي.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په خپله پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په کتنه کې د سولې د پروسې او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر موضوعاتو خبرې وشوې.

له بلې‌خوا د امریکا پوځ یوه جګپوړي چارواکي له طالبانو غوښتي دې چې په خپلو حملو کې کموالی راولي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي (Kenneth McKenzie) د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې وویل چې د طالبانو په حملو کې باید د پام وړ کموالی راشي.

د امریکا پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي
د امریکا پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي

جنرال مک‌کنزي ویلي دي چې د طالبانو حملې تر اوسنۍ کچې باید خورا زیاتې کمې وي.

طالبانو د افغان حکومت او امریکايي چارواکي د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG