د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

خلیل‌زاد: افغان حکومت او طالبان دې سملاسي قطر کې مذاکرات پیل کړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د افغان حکومت له‌خوا د طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له ورکړې وروسته، دواړه لوري باید سملاسي د قطر په دوحه کې مخامخ خبرې پیل کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دا کار د سولې په برخه کې لوی ګام بللی دی.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" دا بندیان به د طالبانو له‌خوا د ورکړل شوي نوملړ پر بنسټ، د شنبې له ورځې خوشې شي. "

خلیل‌زاد زیاتوي،"دی له دواړو لوریو هیله کوي چې سملاسي په دوحه کې خبرو ته کېني. "

خو ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، څو د بندیانو د ازادۍ بهیر په سمه توګه پلی شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د طالب بندیانو د بښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ارګ وايي، د دې کار موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د هغوی د عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتو خوشې کېږي. دوی ټول بایومټریک کېږي او همدا ډول به لیکلی ضمانت ورکوي."

د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.

په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، د دې فرمان تر مخه چې کوم طالب بندیان له بنده خوشې کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او همدا ډول د فرمان تر مخه، د بایومټریکي معلوماتو له ثبت وروسته به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلېږي.

د فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي، په لومړي ګام کې به د پروان له زندان ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي چې لړۍ یې د کب په ۲۴ مه یعنې راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ تنه بندیان د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشې کيږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په درېیمه ماده کې لیکل شوي، نور ۳۵۰۰ تنه طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي او په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، په دې شرط چې تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.

د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.

خو طالبانو بیا ویلي، دوی امریکايي پلاوي ته د ۵ زره کسانو نوم‌لړ سپارلی چې هیڅوک په کې جعل نه شي کولای.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د بندیانو د سپارلو په اړه یو شرط دا دی چې په یوه دښته یا هم زندان کې به یې وروسته له هغه دوی ته تسلیموي چې د دوی پلاوی یې تصدیق کړي او هماغه زندانیان وي چې دوی یې نوملړ سپارلی دی.

خو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د زرو بندیانو د خوشې کېدو په اړه هېڅ جزئیات نه دي ورکړي چې په دغو بندیانو کې کوم کسان شامل دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا د زندانیانو د تبادلې په اړه اندېښنه ښيي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

د دې کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل: "موږ پر دې باور یوو، هغه بندیان چې جنګي او بشري جنایتونه یې کړي او همدا ډول هغه بندیان چې د خلکو له‌خوا پرې ادعاوې شته، په هېڅ صورت باید د ازادېدونکو په نوملړ کې ځای و نه لري، قربانیان او یا هم د افغانستان خلک باید د هغوی په اړه پرېکړه وکړي. "

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې په اړه د دوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG