د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د افغان حکومت سرې کرښو ماتېدو ته اندېښنې؛ ارګ وايي اعتماد جوړونه کوو


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ.

د سولې مذاکراتو په بهیر کې د حکومت له لوري له سرو کرښو د تېرېدو په اړه د رامنځته شویو اندېښنو پر وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د خلکو پر اساسي حقونو، جمهوري نظام او اوسنیو ازادیو معامله نه‌کېږي.

د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د انس حقاني خوشې کېدل او د سولې له خبرو مخکې د اوربند اعلان چې د افغان حکومت سرې کرښې وې، اوس ترې تېر شو.

همدا شان ۵۰۰۰ طالب بندیان چې د خوشې کېدو په اړه‌یې ولسمشر غني حساسیت ښودلی و، نن‌یې د دوی د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.

ښاغلي غني ویلي و "د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه‌شته."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر دوه اوونۍ مخکې له رسنیو سره په ناسته کې د طالب زندانیانو په اړه ویلي وو چې د حق‌العبد بخښل د ده صلاحیت نه‌دی.

دغه موضوعات حتی د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له غبرګون سره مخ شوي دي.

پوښتنه دا ده چې ایا د بین‌الافغاني مذاکراتو په بهیر کې د حکومت نورې سرې کرښې شته؟

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حکومت دغه له ځانه تېرېدنه د اعتماد جوړولو لپاره شوې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، زموږ نرمښت د ۴۰ کلنې جګړې او ستونزې د پای ته رسولو لپاره دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، حکومت به د سولې په مذاکراتو کې له نورو سرو کرښو تېر نه‌شي او په‌کې به د خلکو پر اساسي حقونو، جمهوري نظام او اوسنیو ازادیو هم معامله ونه‌شي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "ولسمشر ډېر ځله ویلي چې د افغانستان پر اسلامي جمهوري، د بیان پر ازادۍ او اساسي قانون به د سولې په پروسه کې هېڅکله هم معامله ونه‌شي."

خو د سیاسي چارو یو شمېر پوهان په دې باور دي چې د حکومت مشران د ارزښتونو او د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره نه اراده لري او نه د ملي ارزښتونو د ټاکلو لپاره کومه ترتیب شوې ستراتېژي.

احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل، حکومت څو موارده لکه د انس حقاني او ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل او له بین‌الافغاني خبرو مخکې د اوربند اعلان خپلې سرې کرښې ښودلې وې.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

د ښاغلي سعیدي په خبره هېڅ تضمین نه‌شته چې حکومت دې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال له نورو ارزښتونو لکه اساسي قانون، جمهوري نظام، د ښځو له حقونو او د بیان له ازادۍ نه ساتنه وکړي.

ښاغلی سعیدي زیاتوي: "زه معلومات لرم چې ۱۴ میاشتې وروسته به همدغه اساسي قانون، د ښځو او په لسګونو نور حقونه چې اوس سره کرښه ده، تر پښو لاندې شي. تر اوسه لا د مینې پیل دی او مزل لاپاتې دی. ډېر نور څه به هم له لاسه ووځي."

ښاغلی سعیدي وايي، طالبان به په مذاکراتو کې لاسبري وي او حکومت به نورې سرې کرښې ونه‌لري.

د سیاسي چارو بل پوه عمر شریفي ازادي رادیو ته وویل، د کرسۍ پر سر د حکومتي مشرانو ترمنځ کړکېچ ته په پام، په دوی کې نور د سرو کرښو د ټاکلو ظرفیت او وړتیا نه‌شته.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم

د ښاغلي شریفي په خبره طالبان د روان کورني وضعیت نه ګټه اخلي او هره ورځ به امتیاز ترلاسه کړي.

ښاغلی شریفي زیاتوي: "زما تصور دا دی چې طالبان له روان ناوړه وضعیت نه ګټه اخلي. زه هېڅ دلیل نه‌وینم چې طالبان نور فشار راوړي او ډېره تقاضا وکړي. فضا ورته برابره ده او اوسنۍ ماته چې په داخل کې موجوده ده او کوم شرم چې دوی رامنځته کړ، طالبان ترې امتیاز اخلي."

د ده په باور دواړه لوري باید په افغانستان کې د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته، د سولې د مذاکراتو په بهیر کې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG