د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۸

ارګ: ولسمشر غني د طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

د کابل په څرخي پله زندان کې د ځینو طالب بندیانو انځور- ارشیف
د کابل په څرخي پله زندان کې د ځینو طالب بندیانو انځور- ارشیف

جمهوري رياست وايي د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د طالب بنديانو د بښنې او خوشې کېدو فرمان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسليک شوى دى.

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي تېره شپه په ټويټر کې ليکلي، د کب یا د حوت مياشتې له ٢٤ مې به د پروان له زندان او توقيف ځايونو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشې کېدو پروسه پيلېږي.

د ښاغلي صديقي په خبره د ورځې به ١٠٠ تنه بنديان د هغوى عمر، روغتیايي وضعيت او د بند مودې ته په پام سره خوشې کېږي.

دا فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د لوړې په مراسمو کې ويلي وو، چې د طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه به د سې شنبې په ورځ فرمان صادر کړي.

دا فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.

په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، د دې فرمان تر مخه چې کوم طالب بندیان له بنده خوشې کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د فرمان تر مخه، د بایومټریکي معلوماتو له ثبت وروسته به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلېږي.

په دویمه ماده کې لیکل شوي، چې په لومړي ګام کې به د پروان له زندانه، ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، چې لړۍ یې د کب په ۲۴مه یعنې راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ تنه بندیان، د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشې کيږي.

په درېیمه ماده کې لیکل شوي، نور ۳۵۰۰ تنه طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي.

په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي او په دې شرط چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.

د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، چې د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.

طالبانو د بين الافغاني مذاکرو تر پيل مخکې د خپلو ٥٠٠٠ بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بل پلو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ویلي: "د پرمختګ د دغو نښو سربيره، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې شوې ده، موږ له طالبانو تمه لرو چې خپلو ژمنو ته ټینګ پاتې شي چې تاوتریخوالی لږ شي تر څو د بندیانو خلاصون په سمه پلی شي او د سولې بهیر بریالی شي."

طالبانو ويلي چې دوى به هم هغه ١٠٠٠ بنديان چې افغان پوځيان او ملکي مامورين په کې شامل دي خوشې کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG