د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو په تړاو نړیوال غبرګونونه


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځان ولسمشر اعلان کړی، د تېرې ورځې د لوړې له مراسمو وروسته، د نړۍ ځینو هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.

په افغانستان کې د لوړې د دوه مراسمو له ترسره کېدو وروسته اندېښنې، نوي حکومت ته د مبارکیو په پیغامونو کې هم احساسېږي.

د مبارکۍ دغو پیغامونو کې د یو جامع حکومت پر جوړولو او د سولې د مذاکراتو لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د سولې په تړاو، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د څرګندونو هرکلی شوی دی.

دغه وزارت دا هم ویلي چې امریکا د موازي دولت د جوړولو او په زوره د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د هر ډول اقدام مخالف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په دغه اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له خولې لیکل شوي: "موږ د ولسمشر غني هغه څرګندونې چې د لوړې په مراسمو کې یې وکړې چې سوله مو په لومړیتوبونو کې ده او د طالب زندانیانو د خوشې کېدو حکم مې صادر کړی هرکلی کوو. موږ د مارچ په ۹مه د ډاکتر عبدالله ورته څرګندونې چې د سولې په اړه‌یې مطرح کړي، هرکلی کوو."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په خپله ټویټپرپاڼه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، سوله، یووالی او پخلاینه یوه جدي اړتیا بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما د یو جامع حکومت د جوړولو لپاره د محمد اشرف غني ژمنې ستایلي او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره باید پرته له ځنډه تیاری ونیول شي.

یو شمېر نورو هېوادونو د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره د افغانستان د سیاسي مشرانو یووالی غوښتی دی.

د بریتانیا سفارت له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه کړې او د کاناډا سفیر د افغانستان له سیاسي مشرانو غوښتي چې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

په کابل کې د فرانسې سفارت بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې يې برخه درلوده او د سولې او یووالي په برخه کې د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

بل‌خوا د پاکستان صدراعظم عمران پر خپل ټویټر ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي چې په دې هېواد کې به د سولې او ثبات لپاره له ښاغلي غني سره له نږدې کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم پر ټویټرپاڼه، همدغې موضوع ته اشاره کړې ده: "ما تېره اوونۍ ډېرې هڅې وکړې چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پر یو جامع حکومت هوکړه وکړي. زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم."

د سیاسي چارو پوه او د حقوقو استاد نصرالله ستانکزی وايي، که څه هم دغه پیغامونه د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو ښکارندويي کوي، خو دواړو لورو ته خبرداری هم دی چې که د سولې خبرې شاته لاړې شي، بایلونکې به وي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "دا چې دواړه لوري د سولې لپاره یووالي ته بولي، په دې معنی ده چې اوس هم فرصت شته او نړۍ هم هڅه کوي چې عبدالله عبدالله په یوه ډول حکومت کې شامل کړي. د نړۍ ذهنیت دا دی چې ټول د سولې په لور لاړ شي او دا یو خبرداری هم دی که هر څوک له دغه بهیره وروسته پاتې شي، بایلونکی او د سولې مانع به شي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

د سولې بین‌الافغاني مذاکرات چې اوس‌مهال نړیوالې ټولنې ته یوه مهمه مسئله ده، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ باید د مارچ په ۱۰مه پیل شوي وی، خو ویل کېږي چې دغه مذاکرات تر نامعلومې مودې ځنډېدلي دي.

اشرف غني ویلي چې د مارچ په ۱۰مه به د طالب زندانیانو د خوشې کېدو حکم وکړي او مذاکره کوونکی پلاوی به هم وټاکي.

عبدالله عبدالله هم تېره ورځ ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره به یو پلاوی وټاکي، خو تر اوسه دغه پلاوی نه‌دی ټاکل شوی.

XS
SM
MD
LG