د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

'غني او عبدالله لاهم کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي'


ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه‌دي ویلي، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.

تر پرون شپې ناوخته دواړو ټیمونو ویل چې اشرف غني په ارګ ماڼۍ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې لوړه کوي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم ویاند فریدون خوځون د شپې ناوخته ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او نورو مشرانو په منځګړیتوب د ارګ او سپېدار ترمنځ خبرې وشوې او د اوس لپاره د لوړې مراسم ځنډېدلي.

د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند فریدون خوځون
د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند فریدون خوځون

هغه زیاتوي: "د هغې تقاضا له مخې چې د امریکا متحده ایالاتو له دواړو لورو څخه کړې وه، توافق همدا شوی چې د دواړو طرفونو د تحلیف مراسم وځنډېږي."

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد یکشنبه لږ تر لږه پنځه واره د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د جوړجاړي په هدف خبرې کړې دي.

دواړو لورو د ښاغلي خلیل‌زاد په لاس یو بل ته خپلې طرحې هم وړاندې کړي.

دا چې په دې طرحو کې څه راغلي د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند فریدون خوځون‌یې په اړه وايي: "موږ په طرحو کې خپل موارد ویلي چې څنګه کېدای شي د بحران د پراخېدو مخنیوی وشي، مقابل طرف د ډاکتر صاحب اشرف غني ټیم هم په خپله طرحه راکړې وه چې یو ګډ حکومت ایجاد شي چې له یوې خوا ټولو خلکو ته د منلو وي او له بلې‌خوا بحران څخه مخنیوی وشي او دا روان کړکېچ چې دی دا مهار شي، مګر متأسفانه چې تر اوسه پورې نتیجې ته نه‌یو رسېدلي."

خوځون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په طرحو کې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د پاتې کېدو او په واک کې د عبدالله عبدالله د سهم ورکولو خبره یاده شوې؟ وویل چې په دې مواردو بحث نه‌دی شوی او یوازې په عمومي خبرو بحث شوی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د میزان د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه اصلي سیال عبدالله عبدالله دا پایله ونه‌منله.

همدا لانجې د دې لامل شوې چې عبدالله عبدالله هم د لوړې د ترسره کولو هوډ وکړي.

ظاهراً داسې ښکاري چې د جوړجاړي لپاره تر یکشنبې ناوخته د دواړو ټیمونو ترمنځ خبرو نتیجه نه‌ده ورکړې.

د افغان ولسمشر اشرف غني یوه ستر سلاکار فضل محمود فضلي د شپې ناوخته په خپله فېس‌بوک پاڼه خبر ورکړی چې دوی د اساسي قانون سره سمه د یوې حل لارې هڅه وکړه، خو د مقابل لوري (اشاره‌یې د عبدالله عبدالله ټیم ته ده) غوښتنو دا چاره ناممکنه کړه.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د دې څرګندونو په اړه چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم وځنډېدل او په اساس‌یې عبدالله عبدالله هم لوړه ځنډولې د ولسمشر غني ټیم پيغام تبصره نه‌ده کړې.

د لوړې د مراسمو د ځنډ تر خبر مخکې د ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي و چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم د دوشنبې په ورځ حتمي دي او وخت به‌یې په هېڅ ډول بدل نه‌شي.

د ولسمشر اشرف غني یو سلاکار شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر اشرف غني یو سلاکار شاه حسین مرتضوي

هغه د شپې په دولسو بجو په خپل فېس‌بوک کې دا هم لیکلي و چې د شپې په مجلس کې د "ثبات او هم‌پالنې" ټيم اکثرو غړو د موازي تحلیف مخالفت کاوه.

XS
SM
MD
LG