د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

هېواد: موازي حکومت، د ملت ازادي، قانون او نظام نه شي ګواښلی


د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې
د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ټولو ورځپاڼو تر ډېره د کابل د تېرې ورځې د لوړې مراسمو او په هېواد کې د روان کړکېچ په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې پرون د ویاړ نه بلکې د سیاسي ابتذال ورځ وه د ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي دي، سره له دې چې دواړه لوري محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ځانونه په حقه بولي خو د سرمقالې د لیکوال په وینا پرون د یوه هيواد د دوه مشرانو د لوړې مراسمو وښودله چې دغه دواړه د مقام لپاره پر ولس د هر ډول غمیزې او بحران راتلو ته چمتو دي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور د دې ابتذال بنسټ د ملي یووالي په نوم حکومت په پیل کې کېښودل شو او نوښت یې د بهرنیانو و چې د حکومت دواړو لوریو ومانه او په دې سره په دې هېواد کې د یو بد دود تېږه کېښودل شوه.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د عبدالله عبدالله او غني ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره هڅې وشوې چې د یو حکومت تر چتر لاندي حکومت جوړ او په ګډه کار وکړي خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ونه شو کړای چې دغه کړکېچ ته د حل لار پیدا کړي.

وړاندې سرمقاله لیکونکي لپاره جالبه دا ښکاره شوې چې غني او عبدالله دواړو د الله ج په کلام لاس کېښود او لوړه یې وکړه چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی کوي او د هغه په اساس عمل کوي.

سرمقالې لیکوونکي اندېښنه ښودلې چې دغه اقدام د خلکو د جدي اندېښنې وړ ګرځېدلی او معلومه نه ده چې د افغانستان له برخلیک سره به څه ډول لوبه کېږي.

  • هيواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې خلکو ته ډاډ ورکړی چې موازي حکومت، د ملت ازادي، قانون او نظام نه شي ګواښلی او په وینا يي ان د راکټونو بریدونو ته هم د وینا پرمهال ولسمشر خپله سینه سپر کړه خو د دښمن ډارنو بریدونو ته یې ځای خالي نه کړ.

د سرمقاله لیکوونکي په باور ملت او نړیواله ټولنه له ولسمشر سره ده هغه به نور هم کلک ولاړ وي او پر داسې وړو وړو ګواښونو به هیڅ ډول نه شي ډارېدلی او نه یې وارخطا کولای شي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا، عبدالله او ډله یې هېڅ واک او اختیار نه لري چې د نظام او حکومت تاسیسات وکاروي او په وینا یې د هغوی د کېناستلو، راټولېدلو او یا د واکمنۍ ځای او ځایګی هم باید د افغان حکومت تر واک لاندې راوستل شي.

د سرمقالې لیکوال په وروستۍ کې لیکلي، د نړېوالې ټولنې، اروپايي ټولنې، امریکا، ناټو او نورو ملګرو هېوادونو له ملاتړه هرکلی کړی او په وینا یې د دوی ملاتړ د جمهوریت د دوام ملاتړ دی او ملت د دوی د ادارې قدر کوي.

XS
SM
MD
LG