د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

ملي ارمان: په یو اقلیم کې دوه ولسمشران


د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې
د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مسایلو سره په خوا کې د وروستیو سیاسي کړکېچونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته د جمهوري ریاست ټاکنو ستونزې درلودې او له دې امله راولاړې شوې ستونزې په رښتیا هم د اندېښنې وړ دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، که ولسمشر غني فکر کوي چې د ټاکنو کمېسیون د بریالیتوب وثیقه ورکړې او امنیتي ځواکونه‌یې په لاس کې دي او که برعکس اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله والیان ټاکي چې دا هم غیر قانوني کار دی، دواړه ښه نه‌کوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، تېرو تجربو ښودلې چې کمزورو خلکو پياوړو حکومتونو ته سقوط ورکړی، نو لازمه ده چې دواړه خواوې د ستونزو د حل لپاره د منځګړیو خبرو او سپارښتنو ته غوږ ونیسي چې دا د ملت په خیر دی او هېواد ثبات ته بیایي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "په یو اقلیم کې دوه ولسمشران."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې ټاکنیز کړکېچ همداسې دوام لري، د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دواړو پلویان ځان پر حق بولي او د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.

د لیکوال په باور روان کړکېچ د هېڅ‌چا په خیر نه‌دی او همدا وضعیت له طالبانو سره بین‌الافغاني ممکنه خبرې او د کرونا وایروس په وړاندې روانه مبارزه ټکنۍ کوي.

د سرمقالې لیکوال پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د روان کړکېچ د حل لپاره باید راودانګي او افغانستان له کاواکه وضعیت راوباسي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د افغان سیاسي او ملي نخبه‌ګانو وروستی ازمویښت."

په سرمقاله کې راغلي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې افغانستان په تاریخي بحران کې دی، پردی تسلط، کورنۍ لانجې، جګړې، سیاسي انتشار او پرې د پاسه اوس د کرونا وایروسو یرغل.

لیکوال ټینګار کوي، هېڅ هېواد او ولس د ګډوډۍ په حالت کې له ذکر شویو پورتنیو ستونزو سره مقابله نه‌شي کولای، دا د یوه ولس د سیاسي ملي نخبه‌ګانو ارمویښت وي چې له دغه حالت سره څه ډول مقابله وکړي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، "باید قانون ته غاړه کېښودل شي، ټاکنيزې ستونزې یو حقوقي بحث دی چې باید د قانون په رڼا کې حل شي."

  • انیس

خو بلې دولتي ورځپاڼې انیس بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي، "د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان راپورته شوې، ستونزې باید په ملي کچه په بحثونو او خبرو کې حل شي."

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې ټینګار کړی، "چې د سولې د خبرو لپاره باید منتخب ولسمشر تصمیم ونیسي."

XS
SM
MD
LG