د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

نیویارک ټایمز: سیاسي لانجو له طالبانو سره د خبرو پلان له خطر سره مخ کړی


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

دوشنبه د کب نولسمه محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه په ارګ ماڼۍ کې لوړه وکړه او عبدالله عبدالله هم چې د انتخاباتو پایله یې نه ده منلې په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې لپاره خپل هوډ پر ځای کړ.

  • ګارډین بريټانوي

ګارډین بريټانوي ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په شمول یو شمېر بهرني ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

د ورځپاڼې په لیکنه له دې سره په یو وخت ښاغلي عبدالله د ځان لپاره د لوړې مراسم نیولي و.

محمد اشرف غني د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د میزان شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو او د دویم وار لپاره یې د جمهوري ریاست په څوکۍ تکیه ووهله.

اخوا عبدالله عبدالله چې ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي نتیجه رد کړه او ویې ویل چې خپل حکومت تشکیلوي.

ګارډین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني استازي کای ایده ټوېټ ته اشاره کړې چې لیکلي یې دي ډېر خطرناکه وضعیت رامنځته شوی او دوام یې ناممکنه ښکاري.

د ښاغلي ایده په حواله لیکل شوي چې قوي یووالي ته اړتیا ده نه ورانونکې سیالۍ ته.

ګارډین لیکلي دا لانجه د افغانستان حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی ګواښي او کمزوری کوي یې ځکه د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون تر لاسلیک وروسته بیلابیلې ډلې سره وېشل شوي.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي یوه ورځ مخکې له دې چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرې وکړي یو لوی درز جوړ شو.

د ورځپاڼې په لیکنه امریکا وغوښتل په خپلې مداخلې سره رامنځته شوی درز له منځه یوسې خو داسې ونه شول.

د مقالې لیکوال د لانجې د حل لپاره د زلمي خلیلزاد هڅو ته اشاره کړې چې شپږ واره یې یکشنبه له عبدالله عبدالله سره لېدلي.

والسټريټ لیکلي دا هڅې ناکامه شوې.

په دوام کې راغلي متحده ایالاتونو که څه هم د یوې پنځه کلنې دورې لپاره د اشرف غني بریا په رسمیت نه ده پېژندلې خو د ورځپاڼې په لیکنه د ډونالد ټرمپ ادارې ارګ ته د خپل خاص استازی او پوځي قومندان په استولو د ښاغلي غني له جمهوري ریاسته ملاتړ وکړ.

په زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر سربېره د فرانسې، ناروې، جرمني، کاناډا او څو نورو هېوادونو سفیران د ولسمشر غني د تحلیف مراسمو ته ورغلي و.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د موازي حکومت د مخنیوي لپاره اوږدې خبرې ناکامه شوې.

ورځپاڼې لیکلي دا وضعه به له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال هېواد په سیاسي کړکېچ کې لا ښکېل کړي.

مخکې له دې چې افغان ولسمشر اشرف غني دوشنبه لوړه وکړي او عبدالله عبدالله هم د لوړې لپاره خپل هوډ پر ځای کړي د امریکا متحده ایالاتونو او یو شمېر افغان سیاستوالو له خوا هڅې وشوې چې غني او عبدالله سره جوړ راولي.

دغو هڅو نتیجه ورنه کړه.

د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم په ارګ ماڼۍ کې وشول.

نیویارک ټایمز لیکلي د ارګ په څو قدمۍ کې عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه.

عبدالله ځان د همه شمول دولت جمهور رئیس وباله.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي لوړه داسې وخت وشوه چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره تیاری نیسي.

د ورځپاڼې په لیکنه په کابل کې سیاسي لانجې له طالبانو سره د سه شنبې په مخه د خبرو پلان له خطر سره مخ کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي د زرګونه طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر د اشرف غني د حکومت او د امریکا د سولې د مرکچي پلاوي مخالفت هم له یوې بلې خوا د دې پروسې د سقوط ګواښ ورکوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې مخکې یې یواځې په بین الافغاني خبرو کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو پر سر په بحث ټینګار کاوه دا وار یې د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل چې سه شنبه د طالبانو د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه یو فرمان ورکوي.

XS
SM
MD
LG