د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ګلوب انډ مېل: له طالبانو سره سوله د افغان ښځو د حقونو په بیه کېږي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

سږ کال د مارچ له اتمې یا د ښځو له نړیوالې ورځې سره په یو وخت د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

  • ګلوب انډ مېل

وروسته له دې چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه، بین‌الافغاني خبرو ته لار هواره شوه. په دې خبرو کې د افغانستان د نورو اساسي مسئلو ترڅنګ د افغان ښځو د حقونو موضوع هم شامله ده چې یو شمېر ښځې یې په اړه اندېښنه لري.

د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې ته په دې اړه سلي ارمسترانګ لیکنه کړې او هغې ته‌یې دا سرلیک غوره کړی دی. "له طالبانو سره سوله د افغان ښځو د حقونو په بیه کېږي."

سلي ارمسترانګ د بشري حقونو فعاله، ژورنالېسته او د ګڼو کتابونو لیکواله ده.

"د افغان ښځو نامعلوم برخلیک" د دې د وروستي کتاب عنوان دی.

مېرمن ارمسترانګ د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو موافقې ته خوشبینه نه‌ده او وايي، سره له دې چې سخته ده چې د دې معاملې ګټونکې یا بایلونکې به کومه خوا وي، خو څه چې ښکاري لوی یا اصلي بایلونکي به افغان ښځې او نجونې وي.

لیکواله د طالبانو دې خبرې ته اشاره کوي چې وايي د نجونو تعلیم به د اسلام په چوکاټ کې وي، خو ډېر وايي چې د طالبانو منظور دا دی چې نجونې دې یوازې تر درېیم ټولګې پورې زده‌کړې کوي او هغه دې هم یوازې دیني علوم لولي.

دا د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل په اړه هم اندېښنه ښيي او فکر کوي چې که دا کار وشو، نو د ښځو د حقونو تضمینوونکی به پاتې نه‌شي.

اغلې ارمسترانګ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، طالبان به د سولې له موافقې څخه د حکومت د نسکورولو لپاره کار واخلي.

لیکواله وايي، ډېرې ښځې او د بشري حقونو مدافعان له دې نظر سره موافق دي.

لیکواله وړاندیز کوي چې له طالبانو سره د سولې مرکچیان باید وروستی تاریخ له یاده ونه‌باسي، یعنې مخکې تر دې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راشي او طالبان پر افغانستان واکمن شي دا هغه وخت و چې افغان نجونې له تعلیم او نورو مدني حقونو بې‌برخې وې.

  • یوورنیفي

یوورنیفي نشریې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا لیکنه د نوتردام پوهنتون استاد مداف جاشي کښلې ده. ښاغلي جاشي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د پخوانیو موافقو له لوستلو او څېړلو وروسته لیکلي چې له طالبانو سره د سولې په موافقه کې د امریکا طریقه هېڅ تاریخي مخینه نه‌لري ځکه چې لومړی یې منلې چې خپل ځواکونه به باسي او بیا به د سولې پروسه پیلېږي.

د یوورنیفي له لیکنې سره سم، حتمي نه‌ده چې دا طریقه دې ناکامه شي، خو د سولې له هغو تاکتیکونو سره چې پخوا تجربه شوي دي، سر نه‌خوري.

له ۱۷ کاله جګړې وروسته دا نظر امریکايي چارواکو ته پیدا شو چې که غواړي د افغانستان کړکېچ ختم کړي باید د جګړې د دوام پر ځای د خبرو اترو له لارې موافقې ته ورسېږي.

خو د دې لیکنې لیکوال وايي چې طالبان د خبرو اترو او یا د سولې سابقه نه‌لري او اوس د وژنو د بس کولو لپاره د دوی چمتووالی او له امریکا او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیاري یوه ښه او مثبته نښه ده او کېدای شي چې د دې کشالې د پای ته رسېدو لپاره یوه کړکۍ پرانیزي.

XS
SM
MD
LG