د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د طالبانو د ۵ زره بندیانو خوشې کولو لپاره د افغان حکومت شرط


ارګ
ارګ

د افغانستان حکومت وايي، تر هغه چې د تاوتریخوالي کمېدو اړوند تضمین ور نه کړل شي، طالب زندانیان نه خوشې کېږي.

په داسې حال کې چې وسله ‌وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د خپلو ۵ زره بندیانو خوشې کېدل یو مهم شرط یادوي، تازه افغان حکومت د طالب بندیانود خوشې کېدو په بدل کې د تاوتریخوالي کمېدو اړوند د تضمین غوښتنه کړې.

په عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر
په عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر

په عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي: "موږ د بندیانو نوملړ په مخ کې لرو، زموږ په نظر ټول مهم مسایل به هغه مهال په تدریجي ډول مخ ته ولاړ شي چې د سولې خبرې او د طالبانو له لوري متقابل ضمانت موجود وي، موږ ۵ زره زندانیانو نه خوشې کوو، تر هغه چې دا کار په تدریجې ډول او په مقابل کې زموږ او طالبانو ترمنځ راکړه ورکړه ترسره شي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني بیا د یوه فرمان په صادرولو سره ملي امنیت شورا ته امر کړی چې په تدریجي ډول د شنبې له ورځې راهیسې چې د کب میاشتې ۲۴مه کېږي، د طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پیل کړي.

د دې فرمان پر بنسټ، باید د شنبې په ورځ د ۱۵۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۱۰۰ ته یې د پروان له زندان څخه د عمر، روغتیايي وضعیت او تر خوا یې د بند مودې ته په کتو خوشې شوې وای، خو اوس د ولسمشر غني سلاکار وایي، تر هغه چې د دوی له‌خوا وضع شوي شرایط عملي نه شي، طالب بندیان نه خوشې کېږي.

بل‌خوا بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د طالب بندیانو خوشې کېدل اړین دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د طالب بندیانو خوشې کېدل اړین دي او دا ضرورت ترسره شوي هوکړه کې منل شوی دی، باید د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د دې قضیي ټول لوري عملي ګامونه واخلي."

د طالب بندیانو خوشې کېدل د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دې ډلې له شرطونو څخه یو دی، هغه څه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې هم ټینګار پرې شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ باید د بین الافغاني خبرو وړاندې، طالب بندیان خوشې شوې وای.

د دې بندیانو شمېر ۵۰۰۰ تنه دی.

خو د افغانستان حکومت وایي، په لسو ورځو کې د دې بندیانو خوشي کېدل، نا ممکن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالب بندیانو د خلاصون په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، په طالب بندیانو کې یو شمېر داسې کسان شته چې ستر بشري جنایتونه یې کړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، د افغانستان حکومت او طالبانو د زندانیانو د تبادلې په اړه د دوی غوښتنو او پوښتنو ته لا هم ځواب نه دی ویلی.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG