د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

هېلري کلېنټن: د افغانستان د سولې په هره هوکړه کې بايد ښځې ونډه ولري


د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ پخوانۍ کانديده هېلري کلېنټن
د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ پخوانۍ کانديده هېلري کلېنټن

د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ پخوانۍ کانديده وايي د افغانستان د سولې په هره هوکړه کې بايد ښځې ونډه ولري.

د امريکا د متحدو ايالتونو يوې مخکښې سياستوالې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه وبلله.

هېلري کلېنټن چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره او د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند مخکښه کانديده وه، دا خبرې پرون سې شنبه وکړې.

مېرمن کلېنټن چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې په اړه رابلل شوې جلسې ته خبرې کولې، زياته کړه: "په افغانستان کې د سولې په هره هوکړه کې بايد ښځې دخيلې وي او د هغوى حقونو ته دې درناوى وشي، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې، اقتصادي ودې او د هرې هوکړې د دوام لپاره ښځې مهمې دي، که ښځې څنډې ته شي، د پايداره سولې ليدلوري به له منځه لاړ شي، که ټولنه سره وویشل شي او ښځې څنډې ته لاړې شي، ډېر احتمال لري چې تروريستان ځان ته پناه ځاى پيدا کړي."

مېرمن کلېنټن د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د بريا په اړه هم شک څرګند.

د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو انځور
د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو انځور

د هغې په خبره کله چې د افغانستان حکومت څنډې ته پاتې وي، پايداره سوله راوستل ستونزمن کېږي.

مېرمن کلېنټن د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ٢٩مې لاسليک شوې هوکړې ته په اشاره وويل: "دا به ګرانه وي، که د يوه هېواد حکومت، چې تمه لرئ پياوړى وي او دوام پيدا کړي، له هوکړې څنډې ته پرېږدئ او يوه هوکړه وکړئ، که د يوه هېواد نيمايي وګړي يعنې ښځې څنډې ته پرېږدئ د يوې هوکړې ساتل ستونزمن کېږي."

تر دې مخکې په افغانستان کې د ښځو ځينو فعالانو هم شکايت کړى و، چې د سولې په پروسه کې د دوى اندېښنې له پامه غورځول شوي دي.

بلخوا د افغانستان لومړۍ مېرمنې ډاډ ورکړى، چې د افغان ښځو له سلا مشورو پرته به د سولې کومه پرېکړه نه کېږي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

رولا غني د مارچ پر اتمه، د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي وو، چې د ښځو له ګډون پرته به د سولې په اړه د تړلو دروازو تر شا کومه پرېکړه ونه شي.

XS
SM
MD
LG