د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

اندرابي: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې ارزولو په حالت کې یوو


د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، سره له دې چې طالبانو ته ورکړی شوې موده پای ته رسېدلې افغان امینتي ځواکونه لا هم په دفاعي حالت کې دي.

د افغانستان د امنیتي سکټور د مخکیني اعلان په اساس د تېرې شپې له ۱۲ بجو وروسته طالبانو ته د ورکړل شوې مودی له پای سره به له دفاعي حالت یرغلیز حالت خپلوي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونه لا هم دفاعي حالت ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د شنبې په ورځ خبریالانو ته د دغه وزارت د کلني راپور د ورکولو پر مهال وویل دوی اوس د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې د ارزولو په حال کې دي.

هغه وویل: "همدا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې فعال دي، خو د پوځي عملیاتو او پلانونو په اړه ووایم چې موږ لا هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې د ارزولو په حالت کې یو."

ښاغلي اندرابي وویل د اورکم له اونۍ ورسته هغه ډول چې تمه کېده تاوتریخوالی به کمېږي خو د تېر په پرتله د تاوتریخوالي په کمښت کې توپیر نه دی راغلی.

د اندرابي په خبره، که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، افغان امنیتي ځواکونه به یې ځپلو ته لا دوام ورکړي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې له افغان حکومت سره د عملیاتو د کمښت په اړه تر دې دمه هېڅ ډول ژمنې ته نه دي رسېدلي او په دې اړه کله چې په بین الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه وشي هغه به عملي شي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وایي، چې حکومت د طالبانو پر وړاندې د تهاجمي حالت په ځنډ سره غواړي د سولې په اړه حسن نیت وښایي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند

هغه وویل: "لومړی خو د طالبانو په سیمو کې د دولت له لوري د عملیاتو پلانول حد اقل یوه اونۍ وخت غواړي، د دې لپاره چې هلته ملکي تلفات رامنځته نشي، بل دا چې افغان امنیتي ځواکونه اوس غواړي د جګړې هغې غاړې ته خپل حسن نیت او انعطاف وښایي تر څو طالبانو ته قناعت ورکړي چې تاوتریخوالي کم کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لپاره د باور د فضا د رامنځته کېدو په هدف یوه اونۍ اورکم وشو، چې د هغې اونۍ په ترڅ کې د تېر په پرتله ۸۰ سلنه تاوتریخوالی راکم شوی و.

خو په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک په راوروسته ورځو کې طالبانو یو ځل بیا حملې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG