د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو د ادعاوو په هکله هاګ کې پرېکړه کېږي


هالنډ کې د هاګ محکمې ودانۍ
هالنډ کې د هاګ محکمې ودانۍ

په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه به نن په دې اړه چې ایا په افغانستان کې له ۲۰۰۳ وروسته د ترسره شویو جنګي جرمونو او د بشریت ضد اعمالو ادعاوې وڅېړي کنه، فیصله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې د بین الافغاني خبرو ترپیلېدو مخکې د طالبانو د ۵ زره بندیانو د خوشې کېدو مسئله اوس ډېره مطرح ده.

امریکايي او طالب استازي د سولې تړون د لاسلیک پرمهال
امریکايي او طالب استازي د سولې تړون د لاسلیک پرمهال

د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیان به نن فیصله وکړي چې ایا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا په جګړه کې د ترسره شويو احتمالي سر غړونو په ګډون په دې هېواد کې له جګړې څخه د سر غړونې د ادعاوو په اړه څېړنه ترسره کړي کنه.

دغې محکمې د دغې څېړنې د رسمي پیلېدو لپاره تېر کال د لویې څارنوالې فاتو بینسودا غوښتنه چې واشنګټن ورسره سخت مخالفت کړی و ردکړې وه.

په هاګ کې د دغې محکمې قاضیان به نن د دې محکمې له خوا د څارنوالانو د استېناف د غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.

په ۲۰۰۶ کال کې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال وروسته د احتمالي جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د لومړنیو څېړنو پیلېدو ته اجازه ورکړې وه.

په ۲۰۱۷ کال د دغې محکمې لویې څارنوالې فتوا بینسودا له قاضیانو وغوښتل چې اجازه ورکړي چې په دې اړه بشپړه رسمي څېړنه پیل شي.

د هغې په وینا دا به یواځې پر وسله‌والو طالبانو او د افغانستان د حکومت پر پرسونل پورې محدوده نه وي بلکه په دې هيواد کې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې په ګډون نړیوال ځواکونه به هم په بر کې نیسي.

د هاګ د محکمې لویه څارنواله فتوا بینسودا
د هاګ د محکمې لویه څارنواله فتوا بینسودا

هغه مهال د دې محکمې قاضیانو ویلي چې ښایي په دې څيړنې سره عدالت تأمین نشي او محکمې ته پکارده پر داسې قضیو تمرکز وکړي چې د بري چانس یې زیات وي.

په داسې حال کې چې هغه مهال امریکا د جرمنو د نړیوالې محکمې د دغې لومړنۍ فیصلې هرکلی کړی و، د بشري حقونو ډلو دغه فیصله د زرګونو قربانیانو په وړاندې یو ګوزار بللی و.

که چېرې لویه څارنواله مېرمن بینسودا هم نن دغه قضیه وبایلي هغه کولای چې په دې اړه د د نویو شواهدو په څرګندېدو سره بیا ورته څېړنې د پیلېدو غوښتنه وکړي.

د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جګړو په ترڅ کې د شویو سر غړونو په اړه نن داسې مهال فیصله کوي چې په دې هېواد کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له نازکې موافقې سره د وسله‌والو طالبانو له خوا په وروستیو ورځو کې په حملو کې لږترلږه ۲۰ افغان سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې په افغانستان کې شخړې دوام لري او ډېره قرباني یې هم ملکیان ورکوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېرکال په افغانستان کې له ۳۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷ زره نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG