د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د طالبانو سیاسي دفتر: د طالبانو او حکومت ۶۰۰۰ بندیان خوشې کېږي


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې به د طالبانو او حکومت ترمنځ د باور پیدا کولو لپاره د دواړو خواوو ۶۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې کېږي.

په افغانستان کې نن پنجشنبه د تاوتریخوالي د کمېدو د پرېکړې شپږمه ورځ ده.

د امریکا حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له طالبانو سره‌یې پرېکړه کړې چې د فبرورۍ له ۲۲مې د همدې میاشتې تر ۲۹مې به په افغانستان کې تاوتریخوالی په بې‌ساري ډول کمېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپیو تېره اوونۍ وویل چې د نومبر تر ۲۹مې به ګوري چې طالبان دې پرېکړې ته څومره متعهد دي او که چېرې دا پرېکړه ښه عملي شوه، د شنبې په ورځ به موافقه ورسره لاسلیک کړي.

پومپیو د فبرورۍ په ۲۵مه، خبریالانو ته په واشنګټن کې وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه خلي خاشې لري، خو ښه عملي شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو وویل:" که موږ دې ټکي ته د شنبې تر ورځې ورسېدو، تاسو زموږ له نورو پلانونو هم خبر یاست، زموږ مشروط وتل د راتلونکو اقداماتو لپاره یو لوی ازمويښت دی، څو امریکا دا ډاډ ترلاسه کړي چې موږ دواړو هدفونو ته رسېدلائ شو، په افغانستان کې د روغې جوړې له لارې سوله‌ییز حل او دا چې افغانستان د امکان تر حده بې‌خطره ځاي وي."

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې موافقه به د شنبې په ورځ لاسلیک شي او په دې اړه په پلان کې بدلون نه‌دی راغلی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین بېګا ازادي راډیو ته وویل چې موافقه به په دوحه کې لاسلیک شي.

ارشیف، د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې.
ارشیف، د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې.

د شاهین په وینا، د موافقې د لاسلیک مراسمو ته به د څه باندې ۲۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا ځانګړي استازي ورځي.

شاهین زیاته کړه چې د طالبانو له‌خوا ممکن له امریکا سره موافقه ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي، خو دا چې د امریکا له لوري به‌یې څوک لاسلیکوي، دوی ته معلومات نه‌شته.

  • د موافقې تر لاسلیک وروسته به څه کېږي؟

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ د پای ته رسېدو په حال کې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ په ۲۵مه، په هند کې خبریالانو ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه تر اوسه ښه عملي شوې او څرګندېږي چې طالبان له امریکا سره د موافقې لېوالتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د موافقې تر لاسلیک وروسته په ۱۰ ورځو کې به بین‌الافغاني خبرې پیلېږي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین بېګا ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره تر موافقې وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل حتمي دی، خو تر هغه مخکې به دواړه خواوې د باور پيدا کولو لپاره کار وکړي.

سهیل شاهین وویل چې د اعتماد جوړولو لپاره به د افغانستان حکومت د هغوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کوي. د طالبانو له لوري به هم د افغانستان د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کېږي. تر دې وروسته به مخامخ خبرې پیلوي.

په قطر کې د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

خو افغان حکومت دا خبره ردوي او وايي چې که له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو په اجنډا کې داسې څه و، بیا به ورباندې خبرې وشي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وايي: "نه، کوم څه چې افغان حکومت ته اړینه ده، مذاکرات دي. موږ د سولې پروسې په یوه اړین پړاو کې یو، کله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي بیا به په تفصیلي توګه د مذاکراتو په اجنډا خبرې وشي او که د دغې اجنډا یوه برخه د طالبانو د بندیانو وي، بیا به له طالبانو سره پرې خبرې وشي، خو اوس دا خبره چې دوی به خوشې شي د تأیید وړ نه‌ده."

د افغان ولسشمر ویاند صدیق صدیقي.
د افغان ولسشمر ویاند صدیق صدیقي.
  • خو د بندیانو په شمېر کې ولې دومره توپیر موجود دی؟

سهیل شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې دوی زندانونه نه‌لري، له دې امله جنګي اسیران ډېر وخت نه‌شي ساتلئ.

دوهمه خبره دا چې د سهیل شاهین په وینا، د دوی محاکم چټک کار کوي او د جنګي اسیرانو په برخه کې فیصلې یې دومره وخت نه‌نیسي لکه د افغانستان د حکومت د محاکمو سیستم کې چې کلونه کلونه‌یې خلک پرېکړې ته په زندانونو کې پراته وي.

XS
SM
MD
LG