د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ټرمپ: طالبانو سره د تړون لاسلیک د 'تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ' اغېزمنتیا پورې تړلې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د تړون لاسلیک د تاوتریخوالي د کمښت د مودې په سم کار ورکولو تړلی وباله.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۳» مخکې له دې چې هند ته خپل سفر پيل کړي د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم د ځینو خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

یوه ترې وپوښتل چې له طالبانو سره به چېرته تړون لاسلیک کړي؟ ټرمپ‌یې په ځواب کې وویل: "موږ تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې (د لاسلیک ځای). زه ګورم چې دا یوه اوونۍ وخت څنګه تېرېږي. موږ یې ژر ترسره کولای شو. فرضاً که په دې څه کم یوه اوونۍ کې یې (د تاوتریخوالي کمښت) کار ورکړ، زه به خپل نوم پرې ولیکم. وخت‌یې دی چې کور ته راشو. هغوی (طالبان) هم غواړي چې (جګړه) بنده کړي. هغوی سرسخت خلک دي موږ هم سرسخت خلک یو، خو ۱۹ کاله دا نو زیات وخت دی."

د فبرورۍ له ۲۲مې یعنې همدې شنبې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت بهیر پیل شو.

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو مرمچي پلاوی
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو مرمچي پلاوی

طالبانو ژمنه کړې چې په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راولي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د توافق‌نامې د لاسلیک لپاره د ده په خبره د مناسبې فضا د برابرولو په خاطر د ولایتونو په مرکزونو، قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او د بهرنیو ځواکونو په مرکزونو بریدونه نه‌کوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو د هوکړې تازه جزئیات

دی له پاسنیو استثنااتو پرته د طالبانو بریدونه سرغړونې نه‌بولي او دلیل‌یې دا یاوي چې عام اوربند نه‌دی شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو طالبانو په هلمند، کندهار، بلخ، ارزګان او کاپیسا کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو باندې بریدونه کړي چې په‌کې پنځه افغان عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د تاوتریخوالي د کمښت د مودې تر پیل مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو شمېر ۷۰ تر ۸۰ یادېده او اوس په دې دوو ورځو کې د راپورونو په اساس شااوخوا ۱۰ بریدونو ته راکم شوي.

د تاوتریخوالي د کمښت د مودې د ارزونې په هدف افغان ولسمشر اشرف غني یکشنبه ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سره هم کتلي.

دا خبر ارګ ماڼۍ د ښاغلي غني او سفیر خلیل‌زاد د لیدنې له عکسونو سره یوځای خپور کړی او زیاته کړې یې چې دواړو خواوو همداراز د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.

لکه څنګه چې امریکايي چارواکو ویلي که د تاوتریخوالي د کمښت بهیر کامیابه شي د فبرورۍ په ۲۹ به له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي.

د دغه تړون تر لاسلیک وروسته به بین‌الافغاني خبرې پيلېږي او ورسره به له افغانستانه په تدریجي توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په هڅه کې دی، پرون‌یې یو وار بیا له طالبانو سره په تړون ټینګار وکړ چې له مخې یې امریکایي عسکر کورونو ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې له ولسمشر غني او امریکايي ځواکونو سره د لیدو پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې له ولسمشر غني او امریکايي ځواکونو سره د لیدو پر مهال.

ښاغلي ټرمپ وویل: "طالبان یوه لسیزه کېږي چې جنګېږي. موږ څه باندې ۱۹ کاله هلته تېر کړي د قانون د اعمال د ځواکونو (پولیسو) په توګه. موږ فکر کوو هغوی (طالبان) غواړي چې تړون وکړي او موږ هم غواړو تړون وکړو. زه فکر کوم دا به کار ورکړي وبه‌ګورو. موږ اوس په یوه ځنډ حال کې یو. (جنګ) ځنډېدلی. شااوخوا یوه نیمه ورځ‌یې تېره شوه. وبه‌ګورو چې څه کېږي، خو خلک غواړي چې یوه معامله جوړه شي او زه فکر کوم طالبان هم غواړي یو تړون وکړي. هغوی (طالبان) له جګړو ستړي دي."

له طالبانو او ترهګرو ډلو سره په جګړه کې څه باندې درې نیم زره بهرني سرتېري وژل شوي چې نږدې ۲۴۰۰ یې امریکایان دي.

د جګړې په وروستیو پنځو کلونو کې د ۴۵ زره افغان پوځیانو وژل کېدل تأیید شوي او تر هغه مخکې هم د راپورونو په اساس زرګونه افغان پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د راپور په اساس د جګړې اصلي تاوان افغان ملکیانو ورکړی ځکه له ۲۰۰۹ کال راهیسې څه باندې یو لک افغان ملکیان په جنګ جګړو کې مړه او ټپیان شوي.

د امریکا د همدې تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو په هدف امریکايي چارواکو له طالبانو سره د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې خبرې پیل کړې او په شاوخوا یو نیم کال کې دا دی اوس د یوه تړون لاسلیک ته نږدې دي.

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي د سولې لومړۍ خبرې اترې.
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي د سولې لومړۍ خبرې اترې.

د افغان حکومت ټول نړیوال ملګري یوازې له سوله‌ییزې لارې د افغان جګړې پای ته رسول ممکن بولي او ټینګار کوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید افغانان خبرې وکړي او په خپله د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG