د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۰۰

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو د هوکړې تازه جزئیات


ارشیف
ارشیف

که څه هم د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې نه‌ده، خو د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو د هوکړې جزئیات ازادي راډیو ته رسېدلي دي.

د سولې پر موضوع د حکومت پوه لوړپوړي چارواکي ازادي راډیو ته د نوم او غږ نه‌خپرېدو په شرط وویل، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي.

سرچینه وايي، طالبان اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۷۵ بریدونه کوي، خو دا شمېر به ۱۵ ته راټیټ شي.

د سرچینې په حواله، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به طالبان پر هېڅ ښار برید نه‌کوي، د امریکايي ځواکونو پر نظامي مرکزونو به هېڅ ډول ډزې نه‌کېږي.

خو د افغان ځواکونو یوازې لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردوګانې او کنډکونه به تر برید لاندې نه‌راځي او پر لویو لارو به هم د طالبانو له‌خوا هېڅ ډول نظامي عملیات نه‌کېږي.

سرچینه زیاتوي، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه‌کوي، خو که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړېږي چې په ورځني ډول له دې بهیر څارنه وکړي او ټول معلومات‌یې په دوحه کې له طالب لوري سره شریک کړي.

د سولې مشورتي جرګې مرستیال کمال صافی وايي، له دوی سره هم د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه یو شمېر موضوعات مطرح شوي دي.

د ښاغلي صافي په خبره، د تاوتریخوالي د کمېدو وخت به پوره اووه ورځې وي او ازادي راډیو ته د سرچینې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو ځینې برخې هم په خپلو خبرو کې تأییدوي.

هغه زیاته کړه: "پر لویو لارو به بریدونه نه‌کېږي، د امریکايي عسکرو په بېزونو به برید نه‌کېږي، ۸۰ سلنه به کورنۍ جګړه راټیټه شي، په لویو ښارونو به بریدونه نه‌کېږي او همدا ډول له ټولي پورته د افغان ځواکونو په نظامي مرکزونو برید نه‌کېږي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم پرون د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو په ګډه غونډه کې وویل چې د تاوتریخوالي د کمېدو نېټه به تر پنځو ورځو وروسته پیل شي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه، دوی د طالبانو د بریدونو د مهار لپاره تیاری لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې مرحلې لپاره بشپړ چمتووالی لري. موږ نه‌یوازې دا چې وضعیت ته متوجې یوو، بلکې د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع ته چمتو یوو. همدا ډول د سولې اړوند هر ډول هوکړې ته هم ژمن یوو."

د طالبانو یوې سرچینې هم ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به افغان ځواکونه شپني عملیات، هوايي بریدونه او نور پای ته رسوي، تر خوا به‌یې طالبان هم لوی بریدونه نه‌کوي.

که څه هم له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی نه‌دی، خو ویل کېږي چې د دې هوکړې په متن کې د تاوتریخوالي د کمېدو سربېره، پر اوربند هم تمرکز شوی دی.

خو دا کره نه‌ده چې اوربند به افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو له پیل وړاندې عملي شي او که د دواړو لورو ترمنځ به د سولې خبرې اوربند ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG