د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

کورنیو چارو وزارت: لا تراوسه د تاوتریخوالي کمښت په هوکړه عمل شوی


د افغانستان د پولیسو انځور
د افغانستان د پولیسو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تراوسه د تاوتریخوالي د کمښت په هوکړې عمل شوی او کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.

د افغانستان په پکتیا، کندهار، خوست، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوونۍ پیل د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، دوی لارو او کوڅو ته را ووتل، خوښی او اتڼونه یې وکړل او د تل پاتې اوربند غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پر بنسټ د تېرې شپې له ۱۲ بجو وروسته په ټول افغانستان کې طالبان پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي او پر وسله‌والو طالبانو به هم بریدونه نه کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تاوتریخوالي د کمښت هوکړې ته ژمن دي او وضعیت له نږدې څاري او د تیارسۍ په حال کې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې تر اوسه په ټول هېواد کې کومه لویه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او په هوکړې عمل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویانده مروه امیني
د کورنیو چارو وزارت ویانده مروه امیني

هغې زیاته کړه:"د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تاوتریخوالي د کمښت چې کومه ژمنه کړې، دوی خپلې وعدې باندې عمل کړی او کوي یې، تراوسه داسې لویه پېښه نه ده رامنځته شوې، خو بشپړ جزئیات به د ورځې په جریان کې له خلکو سره شریک کړو."

خو په پلازمینه او ولایتونو کې ځني حکومت چارواکي وايي، چې د بلخ ولایت د زارې ولسوالۍ، د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ او د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې تېره شپه له ۱۲ بجو وورسته جګړې شوې، چې د دوی په خبره د چنارتو ولسوالۍ په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې په حکومت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ویلي و، چې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي.

سرچینې دا هم ویلي وه چې، طالبان اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۷۵ بریدونه کوي، خو دا شمېر به ۱۵ ته راټیټ شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د ملي ټلویزیون له لارې ولس ته په پیغام ویلي، په یوه اوونۍ کې چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړې، له احتیاطه ډک عمل به کېږي او د افغانستان امنیتي ځواکونه به وضعیت له نږدې او په دقت څاري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونو به په دفاعي حالت کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، که له طالبانو سره د دوی دا هوکړه چې په یوه اوونۍ کې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول کمېږي، په بریالېتوب عملي شي، د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د وسله‌والو طالبانو د نظامي چارو کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې، لیکلي چې د راتلونکې شنبې تر ورځې به چې د فبرورۍ ۲۹مه نېټه ده، په ټولو ولایتي مرکزونو او د بهرنیو ځواکونو پر ټولو اډو، په کابل کې د حکومت پر امنیتي ادارو او پوځي اډو انتحاري حملې، راکټي حملې او نور داسې بریدونه نه کوي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د تاوتریخوالي د کمېښت اوونۍ د باور جوړونې فضا لپاره ډېره اړینه بولي.

د افغانستان پخوانی لوی درستیز شېرمحمد کریمي وویل: "که چېرې دا په بریالیتوب سره سرته ورسېږي مثبت غبرګون به ولري، دواړو خواوو کې به هم د جګړې او هم د جګړې په لیکو کې د باور فضا رامنځته شي، بیا زمینه چمتو کېږي، چې د اوربند خواته بل قدام واخلي."

هڅه مو وکړه، چې په افغانستان کې د نن ورځې امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو نظر هم را واخلو، خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

له دې وړاندې هره ورځ طالبانو او افغان حکومت د جګړو او د اوښتو تلفاتو په اړه اعلامیې ورکولې خو نن ورځ تراوسه هیڅ یو لوري دا شان کومه اعلامیه نه ده ورکړې.

افغان چارواکي وايي، چې له طالبانو پرته به د نورو وسله والو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات روان وي.

XS
SM
MD
LG