د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت لومړي ۲۴ ساعته څنګه تېر شول؟


آرشیف- د جلال اباد ښار په څنډه کې د افغان ځواکونو پوسته
آرشیف- د جلال اباد ښار په څنډه کې د افغان ځواکونو پوسته

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ لومړۍ ورځ په څو محدودو بریدونو تېره شوه.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند، دواخان مینه پال بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په ټول افغانستان کې په بشپړ ډول د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي.

مینه پال په زغرده ونه ویل چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې وضعیت څرنګه ارزوي.

مینه پال زیاته کړه: "زموږ توقع دا ده چې د تاوتریخوالي د کموالي پرېکړه په بشپړه تطبیق شي او افغانان په هېڅ برخه دافغانستان کې د تاوتریخوالي شاهدان ونه اوسي."

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اوونۍ د وسله والو طالبانو لپاره جدي ازموینه بلل شوې چې ثابته کړي چې د سولې او خبرو لپاره حقیقي ژمنتیا لري.

د امریکا او د وسله والو طالبانو د پرېکړې پر اساس، د فبرورۍ د یویشتمې د شپې له دولس بجو د راتلونکې شنبې تر ورځې باید تاوتریخوالی په بې ساري ډول کم شي.

د اسې منل شوې چې که په یوه اوونۍ کې دا پرېکړه ښه عملي شوه، امریکا او طالبان به د سولې هوکړه لاسلیک کړي او ورسره به د بین الافغاني خبرو او د دایمي اوربند پر اعلان بحث پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره اونۍ وویل چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په مناسب ډول عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

سره له دې چې په لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو ستر بریدونه نه دي کړې، خو دافغانستان له بېلابېلو سیمو پر امنیتي پوستو د بریدونو خبرونه خپاره شوي دي.

په بلخ کې د ولایتي شورا یوه غړي د جرمني خبري اژانس ته پرون وویل چې وسله والو طالبانو په زارې ولسوالۍ کې پر یوه پوسته په برید کې د امنیتي ځو اکونو ۵ غړي ووژل .

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د ګل اغا په نوم پر امنیتي پوسته برید شوی.

د چنارتو ولسوال، فیض محمد حنیفي ازادي راډیو ته وویل چې د سهار تر څلورو بجو پر پوستې جنګ و.

د ارزګان د پولیسو یوې پټې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې په ترینکوټ کې د چنارک پر پوسته په برید کې هم ۲ پولیس وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند د برید خبر تائید کړی خو ویلي یې دي چې یو امنیتي ساتونکی په کې وژل شوی دی.

د رپوټونو پر اساس، د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې هم پر یوه امنیتي پوسته برید شوی.

په پکتیا کې د ولایتي شورا یوه غړي د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د جرمني د خبري اژانس په وینا، وسله والو طالبانو په دې دریو ولایتونو کې د بریدونو مسئولیت نه دی اخیستی.

د ازادي راډیو ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان د دفاع وزارت له ویندویانو سره خبرې وکړي خو هغوی حاضر نه شول.

په همدې ورځ، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو په اړه یو رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې لیکل شوي و چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۳۴۰۰ زیات ملکي خلک په جګړه کې وژل شوي دي.

آرشیف، زابل کې د چاودنې وروسته ټپي کس روغتون ته د لېږد پرمهال
آرشیف، زابل کې د چاودنې وروسته ټپي کس روغتون ته د لېږد پرمهال

په رپوټ کې لیکل شوي و چې ۶۹۸۹ ملکي افغانان په تېر یوه کال کې ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې ۲۰۱۹ میلادي کال شپږم کال دی چې د جګړې له امله د ملکي خلکو د تلفاتو شمېر پر لس زره اوښتی دی.

خو ولسي خلکو پرون ورځ په یو شمېر سیمو کې په خوشالۍ ولمانځله.

د پکتیا په مرکز کې پرون خلکو لوی لاریون وکړ او ویې ویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه باید په دایمي اوربند بدله شي.

په خوست کې هم د سولې لاریون وشو.

په جلال اباد کې پرون یو شمېر ځوانانو جشن جوړ کړی و او پر ټولنیزو رسنیو یې د اتڼونو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG