د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

یوناما: په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۳۴۰۳ افغانان وژل شوي


ننګرهار کې د یوې چاودنې ټپي شوي کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې. March 6, 2019
ننګرهار کې د یوې چاودنې ټپي شوي کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې. March 6, 2019

د یوناما یا دملګرو ملتونو مرستندویي ادارې تازه راپور له مخې ۲۰۱۹ کال کې لس زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

سید رحمان د خپلي لور سمیرا درد پوښتي، دوی له میدان وردګو ولایت دلته کابل ته راغلي ترڅو د مرستي لپاره یو ادرس پیدا کړي.

د سید رحمان په وینا د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې یې ۱۳۹۷ کال کې د کورنۍ اوو غړي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو کې ټپیان شول، شپږ کلنه سمېرا چې یاده پیښه کې سخته ټپي شوې او اوس مهال نشي ګرځېدای، مور خویندې او ورونه یې هم چې شمېر یې شپږو کسانو ته رسېږي په کور زخمي پراته دي.

سید رحمان په خپل کلې کې د جومات امام و، اوس د لاس نیوي لپاره هېڅ څوګ نه لري، دوی د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جګړې کې یې د کورنۍ درد او ژړا لیدلې او نور نه غواړي چې کلي کې یې مرمۍ فیر شي.

هغه زیاتوي: "زما اولادونه د یو واده نه د کور په لور روان وو، د حکومت قواوې ور مخامخ شوي، قطار ولسوالۍ ته روان و چې زما شپږ ماشومان سره له مېرمنې په ډزو ولګېدل او هر یو له یولسو تر اتو چری وخوړې، ولایت ته چې ورشو هغوی وایي چې دا نشه یانو ویشتلي یا زورواکو ویشتلي دي، موږ همدا وایو چې سوله او ارامي راشي."

سمېرا په دردمند ځان وویل: "موږ له واده نه کور ته تلو، مور سره مې وم، چې په لار کې عسکرو ډزي وکړې."

افغانستان کې سید رحمان ته ورته ډیری قربانیان شته چې یا خپله د جګړې ښکار شوي او یا یې د کورنیو غړي.

یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د شنبې په ورځ خپل تازه راپور خپور کړ.

د یوناما د تازه راپور له مخې یوازي ۲۰۱۹ کال لس زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چې ۳۴۰۳ وژل شوي او ۶۹۸۹ تپیان شوي دي چې ۳۰ سلنه یې ماشومان او ۴۲ سلنه یې ښځې دي.

د یوناما د شمېرو له مخې افغانستان کې تېرو شپږو کلنو کې ملکي تلفات په پرله پسې توګه د لسو زرو زیات دي.

د دوی د شمېرو پر بنسټ یوازې د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله پنځه سلنه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما موندنې ښیي چې د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنه د دولت مخالفینو لخوا ترسره شویو بریدونو کې ثبت او پاتې ۲۸ سلنه یې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

په دې اړه د یوناما یا ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فریزر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه جدي اندېښنه لرو او دا شپږم کال دی چې موږ د ملکي تلفاتو په اړه راپور ثبتوو، د دې راپورونو له مخې تر هغې چې جګړه و نه درولی شي د ملکي وګړو په برخه کې به تلفات دوام ولري."

د یوناما د راپور له مخې تېر کال د ملکي تلفاتو شمېر زیات و چې ۴۷ سلنه یې د طالبانو ، ۱۶ سلنه یې د افغان امنیتي ځواکونو، ۱۲ سلنه یې د داعش ډلې او ۸ سلنه یې د بهرنیو ځواکونو لخوا ثبت شوي دي.

مخکې تر دې بیا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي ۲۰۱۹ میلادي د افغانانو لپاره یو خونړی کال بللی و.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون په راپور کې راغلي وه چې، په ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره نسبت ۲۰۱۸ میلادي کال ته ډېره لوړه ده.

په راپور کې دا هم ویلی شوی وه چې، په دې کال کې ۱۰۷۷۲ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپیان دي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په راپور کې راغلي وه چې، د ملکي مرګ ژوبلې ۷۱ سلنه مسؤلیت یې پر وسله والو طالبانو اچولی و.

په دې راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې ۱۴ سلنه مسؤلیت د افغانستان پر حکومت او بهرنیو ملاتړو ځواکونو اچول شوی و، ۵ سلنه مسؤلیت د داعش ډلې او د ۹ سلنې مرګ ژوبلې عاملان بیا نامعلومې وسله‌والې ډلې بلل شوې وې.

طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.

دغې ډلې د یوناما د تازه راپور په وړاندې هم جدي غبرګون ښودلی دی.

دوی د شنبې په ورځ د یوناما د راپور تر خپرېدو وروسته یوه اعلامیه کې ویلي چې، یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې له واقعیت نه لرې راپور خپور کړی.

افغان امنیتي بنسټونو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG