د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره د نړۍ خطرناکه جګړه ده


په کندهار کې په یوه موټر بمب چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه.
په کندهار کې په یوه موټر بمب چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه.

د افغانستان جګړه، د نړۍ پر مخ د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه جګړه ده.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو په وروستیو اوونیو کې د راپورونو په خپرولو سره، د افغانستان په جګړه کې د ملکي مرګ‎ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې.

تازه د بخښنې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره، د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره تر ټولو وژونکې بللې ده.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې جګړې له کبله ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې، خو راپور کې دا نه‎ده روښانه شوې چې له دې شمېر یې څومره ماشومان وژل شوي او څومره نور یې ټپیان دي.

په ننګرهار کې یو افغان ماشوم چې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او په روغتون کې بستر دی.
په ننګرهار کې یو افغان ماشوم چې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او په روغتون کې بستر دی.

راپور زیاتوي، په ټوله کې د دې مودې په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ ملکیان ټپیان شوي دي.

دې سازمان د حکومت مخالف وسله‌وال په ځانګړي ډول طالبان او داعش د ماشومانو او ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې اصلي عاملان بللي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې دا راپور رد کړ او د ملکي مرګ‌ژوبلې اصلي عاملان‌یې د افغانستان حکومت او بهرني ځواکونه وبلل.

بل‌خوا په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ یا "سېف د چلډرن" په دې هېواد کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښيي.

د دې بنسټ ویاندې مریم عطايي د پنج‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا راپور ښيي چې لا هم په افغانستان کې د ماشومانو ژوند خوندي نه‌دی.

مېرمن عطايي زیاتوي: "اوس هم افغانستان د ماشومانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو دی. له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ د جګړې له ښکېلو لورو، په ځانګړي ډول د افغانستان له حکومت غواړي چې خپل وروستۍ هلې ځلې وکړي، څو له ماشومانو د جګړې پر مهال ساتنه وشي."

په دې راپور کې همدا ډول د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال جولای او سپټمبر میاشتې تر ټولو خونړۍ بلل شوي چې ملکي مرګ‎ژوبله په‎کې نسبت نورو میاشتو ته زیاته وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملکي مرګ‎ژوبلې عاملانو ته د سزا نه‎ورکول، هغه ټکی یاد کړی چې له کبله‎یې د عدالت پلي کول یو خیال دی.

په کابل کې په یوه چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه روغتون ته د لېږدولو پر مهال.
په کابل کې په یوه چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د افغانستان حکومت بیا وايي، دوی د افغان ماشومانو د ژوند خوندیتوب خپل لومړیتوب بولي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي زیاتوي: "په خواشینۍ سره چې د طالبانو بریدونه او تهدیدونه زموږ د ماشومانو لپاره یو ګواښ او خطر دی. د افغان حکومت لومړنۍ هڅه او لومړیتوب همدا دی چې د افغان ماشومانو ژوند خوندي کړي."

دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان جګړې پر وړاندې بې‎تفاوتي پای ته ورسوي او دوی ته هغه ډول امنیت چې اړتیا یې ده او هغه ډول عدالت چې یې مستحق دي، منځ‌ته راوړي.

د دغه سازمان راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان چارواکي او نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې له ملکیانو ساتنه وکړي او پر دوی د بریدونو مسؤلان تر پوښتنې لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې لیکلي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوي چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG