خبرونه
په فارياب کې تېر کال ٣٨ ماشومان وژل شوي دي
د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي په فارياب کې د تېر کال د ناامنيو ډېرى قربانيان ماشومان دي.
په فارياب کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس ذبيح اله جواد ازادۍ راډيو ته وويل، تير ميلادي کال د ماشومانو مرګ ژوبله زياته وه:
”تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان شوي او ٣٨ نور وژل شوي دي. له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته.“
په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر وايي د جګړې ښکېلو لوريو د ملکيانو او ماشومانو د خونديتوب لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یو هندي شرکت د افغانستان په بندرونو کې لابراتوارونه جوړوي
یوه هندۍ کمپنۍ په کابل او د افغانستان په څو مهمو سرحدي بندرونو کې د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په لګښت د پرمختلليو لابراتواري کمپلیکسونو د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې پر اساس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرد او کیفیت ادارې د هند له «TCRC» شرکت سره لاسلیک کړ، په کابل او د هېواد په نهو سرحدي بندرونو کې به لابراتوارونه جوړ او تجهیز شي.
د سټنډرډ ادارې مشر فیضالله تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، ټوکر، څرمن او کاغذي محصولاتو د ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل وي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار ادعا کوي، په افغانستان کې ۷ زره وسله وال روزل کېږي
د پاکستان د صدراعظم سیاسي سلاکار رانا ثناالله د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې تر اووه زره ډېر وسلهوال روزل کېږي.
رانا ثناالله د پاکستان په سنا جرګه کې وویل چې دا وسلهوال د هند او اسرائیل له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د وسلهوالو د روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړه: «پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.»
نوموړي وویل چې صدراعظم شهباز شریف طالبانو ته څرګنده کړې چې له پاکستان سره د اړیکو او د وسله والو ډلو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.
د کابل چارواکو تر اوسه د رانا ثناالله د دغو تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د چین استازی واييو کابل او اسلام اباد همکارۍ ته چمتو شوي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاؤ یونګ د چهارشنبې په ورځ، د مې په ۱۳مه، ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته چمتو دي.
هغه دا څرګندونې په ایکسپاڼه کې د چین په ملاتړ د ارومچي خبرو له بهیر وروسته کړې دي.
یونګ ویلي چې دواړو خواوو د ارومچي د خبرو بهیر مثبت ارزولی او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی. چین د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.
دا څرګندونې څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او طالبانو استازو د چین په ارومچي ښار کې د دوو هیوادونو ترمنځ د نښتو د مخنیوي لپاره خبرې کړې وې.
پاکستان بیا هم ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تورونه ردوي.
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلونو اټکل کړی دی.
بامیان، میدانوردګ، هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت او ورسره سېلونو وړاندوینه شوې ده.
د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل کړې ده.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښتونو او سېلونو له امله سلګونو کسانو ته د سرومال تاوانونه اوښتي دي.
څلور عربي هیوادونه د ناټو غونډې ته بلل کېږي
بلومبرګ خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ناټو پلان لري د فارس خلیج د څلورو هېوادونو استازي د انقرې غونډې وروبولي.
د سرچینو په وینا، تمه ده چې د ایران جګړه او د اروپا او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی اختلاف به د دې غونډې پر خبرو اترو سیوری وغوړوي.
په دغو څلورو هېوادونو کې بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات شامل دي، چې ټول د «استانبول د همکارۍ نوښت» غړي دي. دا یو داسې چوکاټ دی چې د ناټو او له ناټو دباندې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
بلومبرګ د خبرو سرچینو له قوله ویلي چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د جولای میاشتې د اوومې او اتمې نېټې د غونډې لپاره، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره کېږي، دعوت شي.
د ناټو مطبوعاتي دفتر په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
کابل کې د کرکټ یو ستر کمپلکس جوړیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي کابل کې یې دنړیوال کرکټ کمپلکس د جوړولو کار پیل کړی دی.
دغه مجمع چې د ۴۰ زرو نندارچیانو ظرفیت به ولري د ۴۵ ملیونو ډالرو په لګښت په ۸۶ جریبه ځمکه دکابل په ۱۶مه ناحیه کې جوړیږي.
خبر زیاتوي چې دغه ستر کمپلکس یا مجمع به یو عمومي او دوه فرعی لوبغالي ، ستر میلمستون، لوی جومات او نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې ولري.
د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې ددغې مجمع د جوړیدو کار په ۶ کلونو کې تکمیل شي.
ایران د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ
دایران حکومت د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ.
دازادې اروپا راډیو ایراني څانګه، راډیو فردا رپوټ ورکوي چې میزان نیوز چې دایران قضايي قوې ته نږدې رسنۍ ده ویلي دي چې افرشته «په نیپال کې د موساد لخوا روزل شوی و او د ایران حساس معلومات ی اسراییلو ته پلورل»، او نن چهارشنبې د غویي په ۲۳ مه اعدام شو.
په راپور کې پرته له جزییاتو ویل شوي چې افرشته «د یوه نظامي بنسټ اړوند شرکت کې د سایبري کارپوه په توګه کار کاوه».
«میزاننیوز» د دغه زنداني په اړه خپل رپوټ کې دا نه دي ویلي چې هغه څه وخت نیول شوی او محاکمه شوی و، او نه هم د هغه د محاکمې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
دایران حکومت دوه اونۍ مخکې هم د مهدي فرید په نوم یو بل زنداني اسراییلو ته د جاسوسي په تور اعدام کړی و.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام کړي او تر ۴۰۰۰ زیات نور یې نیولي دي.
د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو د نورو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ایران له چین وروسته په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه لري.
ملګري ملتونه : تیره اونۍ زرګونه کسان افغانستان ته ستانه شوي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي تیره اونۍ (د مې له ۳ تر ۹ ) څه دپاسه ۱۱۵۰۰ کسان له پاکستان ، ایران ،تاجکستان او نوروهیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه اداره وايي ستنو شویو کسانو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه یې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي.
رپوټ زیاتوي چې دستنو شویو کورنیو ۴۱ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.
ټرمپ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې له خپل چینايي سیال غواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پرمخ پرانیزي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه به وغواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پر مخ پرانیزي.
تمه ده چې په دې مهمه سرمشریزه غونډه کې د ایران دجګړې په هکله هم خبرې وشي.
د نیویډا او تسلا کمپنیو مشران ،جنسن هوانګ او ایلان ماسک هم ولسمشر ټرمپ سره چین ته د سفر ملګري دي.
ولسمشر ټرمپ واشنګټن څخه تر روانیدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل :"زه به له ولسمشر شي، چې یو ډېر ممتاز مشر دی، وغواړم چې چین پرانیزي، څو دا تکړه کسان خپل استعداد وکاروي او د چین ولسي جمهوریت لا لوړې کچې ته ورسوي!"
د نورو سترو شرکتونو یو شمېر اجرائیه رئیسان، لکه د اپل مشر تیم کوک هم د دې سفر لپاره بیجینګ ته ځي. دا نږدې په لسو کلونو کې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر دی.
ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د روانېدو پر مهال وویل چې تمه لري له خپل چینايي ساري سره د ایران په اړه “اوږدې خبرې” وکړي، ځکه ایران خپل زیاتره هغه تېل چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، چین ته پلوري.
ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.
ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.