د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

ملکي مرګ ژوبلې او د څېړنو ګمارل شوي کمېسیونونه


کابل کې د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ
کابل کې د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غوښتنه وکړه، چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره ګمارل شوي کميسيونونه دې خپل معلومات له ولس او د قربانيانو له کورنيو سره شريک کړي.

د ملکيانو د وژل کېدو تازه ادعا د جمعې په ورځ وشوه، چې ويل کېږي د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا مرستيال صفي اله اميري ويلي په وژل شويو کې دوې ښځې، يو ماشوم او دوه سپينږيري شامل دي.

حمله د پنج شنبې مازيګر د دشت ارچي ولسوالۍ په وزيرخان سيمه کې پر هغه موټر شوې، چې له يوې جنازې څخه په راستنېدو و.

د کندوز چارواکو نه دي ويلي چې دا حمله افغان، که بهرنيو ځواکونو کړې ده؟

دا په افغانستان کې د ملکيانو د وژل کېدو لومړۍ پېښه نه ده، تر دې مخکې تېره شنبه ناوخته په بلخ ولايت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ٦ ملکيانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوى و.

د بلخ امنيه قومانداني وايي د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د بمبارۍ له کبله په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تېره شنبه هوايي برید کې د ٦ ملکيانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوى و.
تېره شنبه هوايي برید کې د ٦ ملکيانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوى و.

تېره يکشنبه د پېښې له کبله په بلخ ولسوالۍ کې خلکو مظاهره هم کړې وه.

د افغانستان دفاع وزارت تر پېښې وروسته سيمې ته د حقيقت موندنې د يوه کمېسيون د لېږلو خبره وکړه.

د دغه وزارت مرستيال وياند زبير عارف د جمعې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، د کميسيون څېړنې بشپړې شوې نه دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ پايلې تر اوسه بشپړې شوې نه دي، ټيم اوس هم لګيا دى پر دې موضوع باندې کار کوي، بېلابېل ټيمونه ورغلي، چې لوړ پوړو چارواکو هم په کې ګډون کړى و، تر اوسه راپور بشپړ شوى نه دى، کله چې بشپړ شي له تاسو ټولو سره به شريک شي."

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف

دفاع وزارت نه دي ويلي چې په بلخ کې د ملکيانو د وژل کېدو د قضيې څېړنه به څومره وخت ونيسي.

خو د اميري په خبره چې وايي په بوکه کلي کې وژل شوي کسان يې خپلوان دي، د ملي امنيت سلاکار حمد اله محب او د دفاع سرپرست وزير اسد اله خالد په تېرو څو ورځو کې په بلخ کې د قربانيانو له کورنيو سره کتلي او د دغې قضيې د بشپړې څېړنې ډاډ يې ورکړ.

اميري په دې باور دي، چې دا هرڅه يوازې تشريفاتي اقدامات دي او زیاتوي: "دوى ډاډ راکړ او دا ژمنه يې راسره وکړه، چې موږ به د دې پېښې عاملانو ته سزا ورکوو، دا به څېړو چې پېښه څنګه شوې ده خو دا يوازې ډاډونه دي او خبرې دي، چې د رسنۍ او خلکو د تېر ايستلو لپاره د چارواکو له خوا کېږي، تر اوسه خاص اقدامات نه دي شوي."

د حکومت له خوا ګمارل شوى د حقيقت موندنې کمېسيون په بلخ کې وروستۍ پېښه په داسې حال کې څېړي، چې تر دې مخکې هم خلکو د ملکيانو د وژل کېدو د څېړنې په هدف د بېلابېلو کمېسيونونو د ګمارلو خبرونه اورېدلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د دغسې کمېسيونونو د څېړنو پوره نتيجې له چا سره نه شريکېږي.

د دغه کميسيون کمېشنر او وياند شکر الله مشکور ازادۍ راډيو ته وويل: "دې ته وَرته پېښو کې د حکومت له خوا د حقيقت موندنې کميسيونونه ګمارل شوي دي، چې متاسفانه د دغو کمېسيونونو موندنې او راپورونه له ولس، د قربانيانو له کورنيو، رسنيو او د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون سره نه دي شريک شوي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور

د افغانستان دفاع وزارت بيا ډاډ ورکوي چې په بلخ کې د وروستۍ پېښې د څېړنې تر بشپړېدو وروسته به ټول معلومات له رسنيو او خلکو سره شريک شي.

د قربانيانو د کورنيو ځينې غړي شکايت لري، چې تر اوسه د ملکيانو د وژنې عاملانو ته، چې د څېړنو په نتيجه کې پړ بلل شوي، په علني ډول سزا نه ده ورکړل شوې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند شکر اله مشکور وايي، د دې لپاره چې د ملکيانو د وژنې د عاملانو په وړاندې د حکومت د اقدام اراده په ډاګه شي، بايد د کمېسيونو د څېړنې نتايج له خلکو سره شريک شي.

هغه زیاته کړه: "زموږ غوښتنه دا ده چې د دغسې کميسيونونو موندنې دې پر خپل وخت په دقيقه توګه د قربانيانو له کورنيو، د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون، ولس او رسنيو سره شريک کړاى شي څو د پېښو د عاملانو په تړاو د حکومت عملي اراده ثابته شي."

د بخښنې نړيوال سازمان روانه ميلادي مياشت په یوه راپور کې د يوناما په حواله ويلي چې د ٢٠١٩ میلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې په افغانستان کې ٢٥٦٣ ملکيان وژل شوي او ٥٦٧٦ نور ټپيان شوي دي.

د راپور پر اساس تېره جولاى مياشت په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړۍ مياشت ګڼل شوې ده.

په ٢٠١٩ میلادي کال کې د زياتو ملکيانو د وژل کېدو عامل هغه منفجره وسايل ګڼل شوي، چې د دولت ضد عناصرو له خوا جوړېږي.

خو د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG