د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۵

افغانستان

چارواکي: تېر کال د طالبانو بریدونو او چاودنو کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او بمي چاودنو کې تر ۷ زره ۳۹۱ ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ټول افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې ۲زره ۲۱۹ تنه وژل شوي او ۵ زره ۱۷۲ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ملکي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د وروستیو شپږ میاشتو راپورنه او موندنې ښيي چې د ملکي تلفاتو شمېر اته اعشاریه ۳۶ فیصده لوړ شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کندز د زعفران په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د کندز د زعفرانو حاصلات

د کندز ولایت بزګران په دغه ولایت کې د زعفرانو له حاصلاتو خوښي څرګندوی او دغه راز دغه نبات یو ښه اقتصادی سرچينه بولي.

د کندز کروندګر وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دوی خوښ دي او وايي، زعفران د بزګرانو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولای شي.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بزګر الله بیردي په دې اړه وویل: "له یوکال راهیسې ما د زعفرانو کښت ته مخه کړي ده او په روان کال کې مې له نیم جریب ځمکې څخه څه باندې ۱۸۰ کلیوګرامه خالص زعفران ترلاسه کړل، په ټوله کې موږ د زعفرانو له حاصلاتو راضي یو."

د دوی په وینا، چې په نیم جریب ځمکه کې ۲۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز کرل کېږې او که روزنې ته یې سمه رسېدنه وشي ورڅخه څه باندې دوه لکه افغانۍ ترلاسه کوی.

له دې سره سم د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، تېرکال په دغه ولایت کې په ۱۰ هيکـاره ځمکې کې زعفران کرل شوي وو چې ورڅخه څه باندې ۱۵ کیلوګرامه حاصل تر لاسه شو خو د دوی په خبره سږکال په ۲۰ هيکـاره ځمکه کې زعفران کرل شوي او ورڅخه څه باندې ۷۰ کیلوګرامه حاصل ترلاسه شوی دی.

د نوموړې ادارې رئیس عبدالهادې قرلق په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ د صنعت او سوداګرۍ او د پانګونې او سوداګرۍ خونو ادارو په همغږې سره د ټولو زراعتې محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې خپلې هڅې پیل کړي او هڅې کوو چې خپلو کرنیزو محصولاتو ته د هېواد دننه او بهره ښه مارکیټ پیدا کړوو."

د کندز د کرنې ریاست چارواکي، زعفران د دغه ولایت د کروندوګرو لپاره یو ښه اقتصادې سرچينه بولي او زیاتوي چې اوس مهال د دې ولایت په مرکز او دغه راز په امام صاحب، قلعۀزال، علي آباد، خان آباد، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې زعفران کرل کېږې او بزګران هم د دغه نبات له حاصلاتو څخه خوښي څرګندوي.

د هسپانیا فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی

ارشیف

د نړیوالو فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی.

د کاپیسا ولایت پولیس ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د بارسلونا او النسیا ترمنځ د لوبې د پایلې له معلومېدو سره سم حشمت الله له خپل ورور امین اغا سره لفظي شخړه کړې او امین اغا یې په چاقو وهلی دی.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش په وینا ټپي د علي بابا کلي روغتون کې ساه ورکړې ده.

شورش وايي، دغه پېښه د دې ولایت د دویمې حصې په کاریزي سیمه کې پېښه شوې او قاتل له سیمه تښتېدلی دی.

هغه زیاتوي، پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.

د هرات اټک انرژي لوبډله د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتله شوه

ارشیف

د هرات اټک انرژي لوبډلې د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبډلې د څوارلسمې اونۍ په لوبو کې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه.

نوموړي وویل، چې اټک انرژي په ټوله کې ۱۴ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې يې ګټلې او ۲ نورې یې مساوي کړي دي.

میدان وردګ کې د چرګانو ۵۰۰۰ فارمونه جوړېږي

ارشیف

د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د دغه ولایت په کچه ۵ زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي.

د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي.

ښاغلی تسل وايي، دغه فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.

د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وژل شوی

برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي.

نامعلومو وسله والو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر نن (شنبه) سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې وواژه.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي.

هغه زیاتوي: "نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و."

تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار بلخ ته تللی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هېواد د امنیتي چارو د څېړلو لپاره نن (یکشنبه) بلخ ته لاړ.

د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلی محب به د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د څو شمالي ولایتونو له والیانو او امنیې قوماندانانو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد د ازادي رادیو خبریال ته ویلي چې ښاغلی محب او ورسره ملګری پلاوی به یې د شمالي ولایتونو د امنیتي همغږۍ په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.

دفاع وزارت: هلمند کې ۱۳ طالبان وژل شوي

د دفاع وزارت په وینا ۱۱ طالبان په واشیر او ۲ په موسي کلا ولسوالي کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه د هلمند ولایت په موسي کلا او واشیر ولسوالیو کې طالبانو ته په هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت په وینا ۱۱ طالبان په واشیر او ۲ په موسي کلا ولسوالي کې وژل شوي دي.

دا وزارت همداراز ادعا کوي چې په واشیر کې یې د طالبانو یو سلاکوټ ویجاړ کړی دی.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښور - جلال اباد تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړیږي

ارشیف

د پیښور - جلال آباد تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړیږي.

د ترانسپورت وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس نن ازادي راډيو ته وویل، پاکستان هڅه کوي چې د دې لارې تخنیکي او اقتصادي څيړنه بشپړه کړي څو عملي چارې یې پیل شي.

هغه زیاته کړه: "هرکله چې د دې لارې مطالعات او ډیزاین بشپړ شول نو مالي تمویل لپاره به دواړه هېوادونه سره کیني او په دې اړه به خبرې وکړي څو ډونران یې تمویل او عملي کار یې پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې پرون (شنبه) د پاکستان د رېل لارو وزیر شیخ رشید احمد وویل، چې د پاکستان رېل لار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي.

نوموړي وویل، چې د رېل دغه لار به ۱۵۴ کیلومتره د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي پروژو په لړ کې جوړه شي.

خو ده په دې اړه څه ونه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي.

ترکمنستان او تاجکستان هم لېوال دي چې افغانستان سره د رېل له لارې وصل شي.

خوست کې د واده پر مراسمو برید شوی

ارشیف

د خوست په علیشېرو ولسوالي کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بمونو په برید کې لږترلږه ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

د خوست د والي ویندوی طالب منګل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا پېښه په وارث کلي کې شوې ده.

منګل همداراز وویل چې بریدو کوونکي تښتېدلي خو ټپیان د خوست ښار روغتون ته رسول شوي دي.

د ده په وینا د ۳ ټپیانو حال نازک دی.

تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید چا او ولې کړی دی.

د شمالي مقدونیا پولیسو څلور افغانان په کانټینر کې وموندل

پولیس باور لري چې دا کسان په یونان کې کانټینر ته په دې هیله ختلي چې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د شمالي مقدونیا پولیس وايي، د رېل ګاډي کارکوونکو یې پرون شنبه په یوه بند کانټینر کې څلور افغان پناه غوښتونکي هغه مهال وموندل چې رېل ګاډی د سربیا له خاورې دغه هېواد ته واوښت.

د پولیسو په وینا، د رېل لارې کارکوونکو د رېل ګاډي په کانټینر کې د پناه غوښتونکو ټکا او لوړ غږ واورېد او کله چې دوی د کانټینر د دروازې قلف پرانیست څلور افغانان یې هلته وموندل چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۳ کلونو ترمنځ دي.

پولیس باور لري چې دا کسان په یونان کې کانټینر ته په دې هیله ختلي چې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

پولیس وايي چې څلور واړه پناه غوښتونکي یې توقیف ځای ته لېږلي او ښايي بېرته یې یونان ته ستانه کړي.

"هلمند کې د ویشتل شوې هیلیکوپټر پیلوټ اوکراینی و"

اوکراین وايي، د هغه هیليکوپټر چې پرون د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې پرې راکټي برید وشو، پیلوټ اوکراینی و.

د اوکراین رسنیو نن یکشنبې وویل، د مولداویا پر ایم ای – ۸ څرخي هیليکوپټر په داسې وخت کې راکټ وویشتل شو چې هغه پر مځکه ناسته وه او درې تنه عمله پکې سپره وه.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې د هیليکوپټر اوکرایني پیلوټ ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو د هغه مولداویايي مرستیال پیلوټ او میخانیک انجینیر برسېرن ژوبل شول.

کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو کس ووژل شو

ارشیف

په کابل کې پرون د جنورۍ په ۲۵مه، په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۴ تنه زخمیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون ماخوستن پر ټوېټر ولیکل چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رحیمي په وینا، دا تلفات د پولیسو په یوه رنجر موټر د مقناطیسي میان د چاودنې له امله پېښ شوي دي.

د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي.

تېر کال په جګړو کې ۶۲ زیانمن شوي کلینیکونه بېرته رغول شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د هغو کلینیکونو زیاته برخه بېرته رغول شوې چې د جګړې له امله قسماً تخریب شوي وو.

د دې وزارت ویاند نظام الدین جلیل تېره اوونۍ رسنیوته وویل چې تېرکال د جګړې له امله ۱۶۲ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او تر یو میلیون زیات وګړي له ابتدايي روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

خو هغه پرون د جنورۍ په ۲۵مه ازادي راډیوته وویل چې ۶۲ روغتیايي مرکزونه بیا رغول شوي او نوي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

ښاغلي جلیل زیاته کړه: "تېرکال ۴۰۲ روغتیايي مرکزونه جوړ شول څو په هغو سیمو کې چې غرنۍ دي یا له مرکزونو لرې دي، خلک اولیه روغتیايي امکانات ولري."

د عامې روغتیا وزارت ویاند څرګنده کړه چې په ټول افغانستان کې اوسمهال ۳۵۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

د نظام الدین جلیل په وینا، په سلو کې نوي تنه افغانان کولای شي چې په اوسط ډول، دوه ساعته مزل کې ځان یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي.

د اوبو مدیریت او چاپیریال ساتنې برخه کې د څېړنې مرکز جوړ شو

آرشیف، دریای کوچه

د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت وايي، د اوبو د منابعو د مدیریت او چاپیریال ساتنې یو ځانګړي مرکز یې جوړ کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد حنیف فرزان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرکز به د هېواد د اوبو علمي مدیریت ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: "دلوړو زده کړو وزارت هڅه وکړه، یو مرکز جوړکړي چې پر مټ یې داسې علمي څیړنې وشي چې د هېواد د اوبو د منابعو په برخه کې یوه واضح، ځانګړې او ملموسه تګلاره موجوده ووسي."

ښاغلي فرزان وویل، د دغه مرکز څیړنې به د هېواد د منابعو اړوندو ادارو ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د اوبو دمنابعو مدیریت، د دغه هېواد عمده اقتصادي او سیاسي مسایل ګڼل کېږي.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو بهېدو، دغې موضوع ته نړیواله بڼه ورکړې ده.

د افغانستان داوبو او برښنا وزارت وايي، افغانستان د ځمکې په سر شاوخوا پنځوس میلیارده متره مکعبه اوبه لري چې یوازې له ۲۲ میلیاردو مترومکعبو اوبو نه یې په هېواد کې دننه استفاده کېږي او نورې یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ددغه وزارت د اوبو د تنظیمولو د ادارې رییس احمد ویس بصیري وايي، دوی هم په دې برخه کې یو لړپروګرامونه په پام کې لري: "درې مهم لنډه مهاله پروګرامونه ترتیب شوي او عملاء پرې کارکوو، په لنډه موده کې زموږ تمرکز د اوبو د توېیدو پر حوزو دي، دوهم بحث تحکیمات او دریم پروګرام مو کانالونه دي چې په ولایتونو کې یې پرجوړولو کار روان دی،په اوږده مهال کې د بندونو په ګډون د تاسیساتو د جوړولو پروګرامونه په پام کې لرو چې اوبه مدیریت کړوو."

ښاغلي بصیر وویل، اوس د کمال خان، کجکي، مچلغو او د للندر په زیرمو کارروان دی او له شمال نه کابل ته د اوبو د لېږد ارزونه بشپړه شوې ده.

د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون وايي، افغانستان کافي اوبه نه لري، له همدې امله په دې برخه کې باید څیړنو او علمي مشورو ته اهمیت ورکړل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ډیرځله پر دغې موضوع ټینګار کړی چې که د هېواد د اوبو منابعې په سمه ډول مدیریت شي، په راتلونکو شلو کلونو کې به په هېواد کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.

هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ

وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

په هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبې د پشتون پل په لوبغالي کې ترسره شوې.

نوموړي وویل، دا سیالۍ د وزلوبې د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو په هدف جوړې شوې دي.

قاري زاده وویل چې وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG