د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

وال سټریټ ژورنال: د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو دمه کې بریدونه زیات شول


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالی تمرکز کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش سیګار د دفتر د راپور له مخې، د تېر کال په وروستیو دریو میاشتو کې د طالبانو او نورو یاغیانو لخوا بریدونه د تېرو لسو کلونو په پرتله لوړ و.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه په داسې حال کې چې واشنګټن له افغانستانه د وتلو په لټه کې دی د سیګار راپور په دغه هېواد کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي ښکارندوی دی.

وال سټریټ لیکلي د امریکا او طالبانو تر منځ تېر کال د خبرو په دمه کې بریدونه زیات شول.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د ترهګرو بریدونو ته د جمعې ورځې په راپور کې ځای ورکړی.

طالبان د افغان حکومت په وړاندې تر ټولو لویه مخالفه وسله واله ډله ده.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې د طالبانو زیاتې حملې یې په شا تمبولي دي.

دفاع وزارت وايي چې طالبان نور د بریدونو توان نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د وروستي راپور په اساس د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دښمن څه باندې شپږ زره بریدونه کړي.

د وړم ۲۰۱۸ میلادي کال په همدې موده کې د دغو بریدونو شمېر پنځه زره و.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د سیګار د یوه تازه راپور په اړه مقاله لیکلې ده.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د افغان پوځیانو او بهرنیو عسکرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو سره سره لا هم طالبانو بریدونه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې امریکايي ځواکونه په طالبانو باندې په زیاتو بریدونو تمرکز درلود څو د دې ډلې مشران په قطر کې خبرو ته دوام ورکړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د امریکا د پوځ بل هدف دا و چې د طالبانو په ځپلو سره د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر کم او نیول شوې سیمې خوندي کړي.

د ځینو کارپوهانو په وینا بیا دا راغلي چې عالي پوځي تجهیزاتو ته د افغان پوځیانو نه لاسرسی یوه لویه ستونزه ده او باید جدي پام ورته وشي.

د افغان پوځ د لوی درستیز مخکیني مرستیال عبدالوهاب وردک ازادي راډيو ته ویلي چې افغان پوځیانو ته د ښو تجهیزاتو سپارل خورا مهمه خبره ده.

XS
SM
MD
LG