د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

نشنل انټرسټ: ښايي امریکایي سرتېري له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

په افغانستان کې د درنو واورو او سړو له امله د لسګونه کسانو مړینې د یو شمېر نړیوالو چاپي رسنیو پاملرنه جلب کړې ده.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼه لیکي، د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستې سربېره په وروستیو څو کلونو کې دا هېواد لاهم خوار دی او خلک‌یې ساړه وژني.

د ورځپاڼې په باور، ډېر کسان په کندهار، هلمند، زابل او هرات کې اغېزمن شوي دي.

د کندهار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محبوب‌الله ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ یو غړی یې وروسته تر دې مړ شو چې د ورښتونو له امله‌یې د کور چت ونړېد.

د محبوب د کورنۍ په څېر په لسګونه نورې کورنۍ په کندهار کې زیانمنې شوې دي او د حکومت د مرستو هیله لري.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له یکشنبې راهیسې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ یادوي.

د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي ازادي راډیو ته وویل، سلګونه کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

د ګازو د بیې زیاتوالي ته د کابل اوسېدونکي اندېښمن دي، د یوه کیلو ګازو بیه په بازار کې شاوخوا ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده، خو تر ۵۰ ډېرې داسې مغازې شته چې دولتي دي او هغوی بیا یو کېلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د عبدالعلیم په نوم یوه تن ازادي راډیو ته وویل چې تر دوو ورځو ډېر وخت وشو چې له دغو مغازو د ګازو د پېرلو انتظار کوي، خو لا یې نه‌دي اخیستي.

  • نشنل انټرسټ

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې نشنل انټرسټ بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو مسئله رااخیستې ده.

د دې مجلې په باور، د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به دا جګړه پای ته ورسوي او امریکایي سرتېري به خپل هېواد ته ستانه کړي.

په نشنل انټرسټ کې د دې مقالې لیکوال په دې نظر دی چې اته کاله مخکې له نننه باید امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي وی.

دا مجله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه راپور ته اشاره کوي چې د افغانستان د جګړې په اړه ده، په دې راپور کې راغلي دي چې د امریکا ملکي او پوځي چارواکو د افغانستان د جګړې حقایق له امریکایانو پټ کړي وو.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو احتمالي وتل به د هېواد پر وضعیت هېڅ اغېز ونه‌کړي.

د اوس لپاره په افغانستان کې د ۱۲ او ۱۳ زرو ترمنځ امریکایي ځواکونه شته.

XS
SM
MD
LG