د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

نړیوالې ورځپاڼې؛ د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې


یو شمېر امریکايي ورځپاڼې
یو شمېر امریکايي ورځپاڼې

د افغانستان له حکومت سره د امریکا او طالبانو د توافق د مسودې له شریکېدو وروسته، په کابل کې د طالبانو موټربم برید، د یو شمېر نړیوالو چاپي رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

  • واشنګټن پسټ

واشنګټن پسټ ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د طالبانو له‌خوا زورورې موټربم چاودنې دا اندېښنې راټوکولي چې د طالبانو بریدونه ښایي د سولې توافق تر نهایي کېدو مخکې ډېر شي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو بریدونه د سولې موافقې ته د زلمي خلیل‌زاد د نږدې کېدو له اعلان سره په یوه وخت دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي چې له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د وتلو پر پروګرام د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو شمېر ملاتړو انتقادونه کړي.

واشنګټن پسټ لیکي، د جمهوري غوښتونکي سناتور لېندسي ګراهام او د ټرمپ د ادارې یو شمېر امنیتي سلاکاران وایي، پر طالبانو اعتماد نه‌شي کېدای او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به، په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنې جګړې لاسته راړونې ضایع شي.

  • نیویارک ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په کابل کې د دوشنبې ورځې د چاودنې په اړه لیکي، دا چاودنه چې لږ تر لږه ۳۰ تنه‌یې وژلي، وروسته تر دې وشوه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وویل، له طالبانو سره‌یې په اصولو کې د سولې موافقه کړې ده.

خلیل‌زاد څرګنده کړه چې د موافقتنامې له لاسلیکېدو وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکایي سرتېرو د وتلو چارې پیل شي.

نیویارک ټایمز بیا د دې اوونۍ په پيل کې هغو دوو بریدونو ته هم اشاره کوي چې طالبانو د کندز او پلخمري پر ښارونو وکړل.

د ورځپاڼې په باور، دغو بریدونو په افغانستان کې په شخړو کې د سمدستي کمېدو په برخه کې چې اوربند ته به لار پرانیزي، شکونه پیدا کړي دي.

  • یو اېس ټوډې

بلې امریکایۍ ورځپاڼې یو اېس توډې بیا د افغانستان د سولې په اړه لیکلي چې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرو ته هیلې پیدا شوي چې بین‌الافغاني خبرو ته به لار پرانیزي او افغانان هیله‌مند شوي چې جګړې به ورسره ختمې شي.

ورځپاڼه لیکي، په ورته وخت کې امریکایان تمه لري چې تر ټولو اوږده جګړه به‌یې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

یو اېس توډې وړاندې لیکي، د سولې په خبرو کې د ښځو د نه‌موجودیت له امله دا اندېښنه رامنځته شوې چې په افغانستان کې د ښځو ترلاسه شوي حقونه به د دې موافقتنامې قرباني شي.

یو اېس توډې زیاتوي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ‌څوک دومره نه‌دي ځورېدلي لکه ښځې.

ورځپاڼه بیا افغانستان کې د ځینو خلکو دې اندېښنې ته هم اشاره کوي چې له طالبانو سره پراخ تړون داسې کورنۍ جګړې ته بیا لار هواره نه‌کړي لکه په ۱۹۸۹ کې چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته پيل شوه.

XS
SM
MD
LG