د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

'د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ په ۳مه ورځ طالبانو ۳ بریدونه کړي'


د طالبانو انځور- ارشیف
د طالبانو انځور- ارشیف

د تاوتریخوالو د کمېدو اوونۍ په درییمه ورځ طالبانو په ټول افغانستان کې محدود بریدونه کړي دي.

د تاوتریخوالي د کمښت د مودې تر پیل مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو شمېر ۷۰ تر ۸۰ ته رسېده چې اوس په دې درېیو ورځو کې د راپورونو پر بنسټ شااوخوا ۱۰ بریدونو ته راکم شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې ورځې «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» ماسپښین ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ورځ په ټول افغانستان کې درې حملې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

هغه وايي: "طالبانو نن درې حملې کړي، په بلخ کې طالبانو په ولسي پاڅون حمله کړې او درې تنه وژل شوي او پنځه ټپيان دي، همدارنګه په هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې درې مېرمنې ټپیانې شوې دي او بله پېښه په سمنګان کې شوې چې دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال محمد علي حسني له دوو پولیسو سره د طالبانو له لوري تښتول شوی."

خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو د خلکو ترمنځ هیلې راژوندۍ کړي.

۴۰ کلن حمیدالله اشنا له ۱۵ کالو وروسته خپل کلي ته ځي.

حمیدالله چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوي وايي، خپل بابا او د کورنۍ غړي به وګوري.

هغه زیاتوي: "زه ډېر خوشاله یم، ځکه له ۱۵ کلونو وروسته د خپل بابا کلي ته ځم، زه تقریباً ۲۲ کلن وم چې کلي نه راغلم، دلته مې دولتي دنده واخیسته، نو ځکه ونه‌توانېدم بیا خپل کلی وګورم."

حمیدالله د ميدان ښار د چک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

دی وايي، له کلي ورته خور زنګ وهلی و چې سیمه له پخوا امنه شوې او د دیدن انتظار یې لري.

هغه زیاتوي: "ماته لومړی زنګ خور راووهه ویلې، کلی امن شوی، راشئ چې دیدن وکړو، زما ارمان دا دی چې خپل کلی وګورم، خپلوان دوستان او کورنۍ په روغ سټه، بس دا مې تر ټولو غټ ارمان دی."

د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ د شنبې له ورځې څخه پيل شوې او نن‌ دوشنبه‌یې درېیمه ورځ ده.

طالبانو ژمنه کړې چې په دې موده کې خپل بریدونه د پام وړ کموي.

امریکايي چارواکو ویلي که د تاوتریخوالي د کمښت بهیر کامیابه شي د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د دغې هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین‌الافغاني خبرې پيلېږي او ورسره به له افغانستانه په تدریجي توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.

د افغان حکومت ټول نړیوال متحدین یوازې له سوله‌ییزې لارې د افغان جګړې پای ته رسول ممکن بولي او ټینګار کوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید افغانان خبرې وکړي او د خپلې راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG