افغانستان
د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر تبادلې د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې خبرو اندېښنې او پوښتنې راپورته کړي.
دغه کمېسیون د دوشنبې په ورځ طالبانو، افغان حکومت او امریکا ته په یوه لیک کې ویلي چې د پنځو زرو طالب زندانیانو نوملړ له دې کمېسیون سره نهدی شریک شوی.
اعلامیه زیاتوي چې ټول افغانان حق لري د سولې د بهیر په اړه معلومات ولري.
په اعلامیه کې یو شمېر پوښتنې مطرح شوي لکه طالب زندانیانو ښايي تر یو زیات جرمونه کړي وي او ډېری یې ملکیان په نښه کړي وي، نو قربانیانو ته به څه ډول عدالت ورکړل شي؟
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اعلامیه په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې تمه لري افغان حکومت د بینالافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړي.
افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بینالافغاني خبرو تر پیل مخکې باید د بندیانو راخوشې کېدل شرط نهوي.
دا چې د بندیانو په اړه د افغان حکومت دریځ تغيير کړی که نه؟ د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته داسې وویل: "په دې موقف کې تر اوسه تغيير نهدی راغلی، د بندیانو د خلاصون مسئله مهمه ده چې ورباندې د افغانانو په منځ کې خبرې وشي خو د هغه ترڅنګ مهمه ده چې له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په اړه وضاحتونه وشي، د نشهيي موادو په قاچاق او کرنه کې د طالبانو رول مشخص شي او طالبان هوکړه وکړي چې دایمي اوربند کوي، تر هغه وروسته به د بندیانو په اړه هم د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ په خبرو کې بحث وشي."
د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې راغلي چې امریکا ژمنه ده د اعتماد رامنځته کولو په هدف له ټولو اړوندو لورو سره په همغږۍ او تائيد د بندیانو د راخوشې کولو لپاره پر یوه پلان کار وکړي چې په نتيجه کې بهیې د مارچ تر ۱۰مې د طالبانو پنځه زره او مقابل لوري زر بندیان راخوشې شي.
د هوکړې له مخې ټاکل شوې ده د مارچ په ۱۰مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایران کې د ۲۰ تنو افغانانو د وژل کېدو پخلی شوی
په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت، یوې سرچینې وویل چې سفارت تراوسه په ایران کې د ۲۰ افغانانو وژل کېدا تثبیت کړې ده.
سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن (پنجشنبې) ازادي راډوی ته وویل، پر هغو ۶ تنو سربېره، چې د یوې کورنۍ غړي وو او د تهران په جنوب کې وژل شوي، سفارت د ۱۲ تنو نورو د جنازو د انتقال مکتوب صادر کړی او ۲ تنه هم په یوه بله جلا پېښه کې وژل شوي دي.
لا هم په دقیق ډول معلومه نه ده چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په نتیجه کې څومره افغانان وژل شوي دي.
ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال اوسي.
د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی
د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده.
د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي.
د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.
د هرات، کندهار، فراه، او خوست په شان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ورښتونو او ورپسې د منځنۍ کچې سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.
نیمروز، بادغیس، میدان وردک، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نورې سیمې به د کم شدت له سېلونو سره مخامخ شي.
تر دې مخکې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو لپاره په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او سېلونو د احتمال وړاندوینه کړې وه.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د وروستیو سېلونو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي دي. درنو بارانونو نه یوازې د خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې، بلکې بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې نن بیلېږي
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ په چین کې خبرې نن پیلېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (پنجشنبې) وویل چې دا خبرې نن په ارومچي کې کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو جګپوړي چارواکي ګډون لري.
پرون ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې د ارومچي خبرې، چې د چین په منځګړتوب پیل شوي، بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. خو
نن هم پاکستاني او هم طالب چارواکو وویل چې پرون د دوو هیوادونو پلاوی د خبرو ځای ته ورسېدل او نن به خبرې پیل کړي.
پرون طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر خاوره یې د درنو وسلو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او څو نور، چې هغوی هم اکثره ماشومان دي، ژوبل شوي دي.
چین تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د جګړې په اړه له پاکستاني منځګړو سره په تماس کې و
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې " باخبره" سرچینې په حواله وویل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس تر سه شنبې ورځې پورې د ایران د جګړې په تړاو له پاکستاني منځګړو سره په اړیکه کې و.
د دغې سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ونس په ځانګړې توګه دغه پيغام انتقال کړی چې که د امریکا ځینې غوښتنې ومنل شي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند منلو ته چمتو دی.
ونس دغه پيغام هم لیږدولی چې که تهران هوکړه ونه کړي، پر زیربناوو به یې فشارونه زیات شي.
د سرچینې په باور، پاکستان هڅه کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه کې د منځګړي رول ولوبوي.
په افغانستان کې ۳۰ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۲مه) په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ تنه په دورو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دغه سزاګانې په ننګرهار، نیمروز، فرا او پکتیکا کې خلکو ته د دوی په ټکو ( نامشروع اړیکو، غلا او مور او پلار سره د بد چلند) په تور ورکړل شوي.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر دغه کسان په دوه کاله حبس هم محکوم شوي دي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو دوام، تل د ملګرو ملتونو او بشري ادارو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
په تر ټولو تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل چې په افغانستان کې دغه ډول بدني سزاګانې د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت بیا د خپلو دې کارونو ننګه کوي او د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه یې بولي.
سیلابونو د افغانستان ډېره برخه ځپلې، لا هم د ورښت او سیلاب احتمال شته
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې سیلابونو د افغانستان ډیره برخه متاثره کړې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
دغه پروګرام پر خپله ایکس لیکلي چې ژغورونکي ټیمونه یې د زیانمنو شویو اړتیاوې ارزوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې ویلي و چې چهارشنبه او پنجشنبه د افغانستان په شلو ولایتونو کې د شړکنده باران او سیلابونو احتمال شته.
پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه مړه شوي دي.
چین کې د سولې له خبرو سره همهاله، پاکستان نن ماښام پر کونړ بریدونه کړي
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي چې د چهارشنبې په ماښام پر کونړ د پاکستان په توپچي بریدونو کې ۱ ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه تلویزیون پر خپله ایکس پاڼه د پيښې د قربانیانو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپيانو کې ۴ یې ماشومان دي.
وړاندې راغلي چې برید چهارشنبه ماذدیګر په ځایي وخت ۴ بجې او ۵۰ دقیقې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس دوه سرکې سره شوی دی.
پاکستان پنځه اونۍ وړاندې پر افغانستان د بریدونو دغه څپه پيل کړه.
د تاوتریخوالي د دوام راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې نړیوالو اژانسونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي کې د سولې خبرو ته ناست دي.
تراوسه د اورمچي د خبرو جزییات رسنیز شوي نه دي او دواړو خواوو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تیرو ۲۴ساعتونو کې وروښتونو ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ټولو افغانستان کې د وروښتونو له کبله ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي".
د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن چهارشنبې په یوه ویډيو پیغام کې دغه تازه ارقام اعلان کړل.
بل پلو، د هوا پیژندې ادارې نن سهار په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د جاري کیدو خبرداری ورکړی.
همدارنګه دې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل هم کړی وو.
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي دي.
د ترکیې د سمندري ځواکونو ګارد نن چهارشنبې وویل،"دغه افغان کډوال په یوې بادي کښتۍ سپاره وو چې ډوبه شوه".
په سیمه کې د ژوغورنکو ډلې ویلي،" له اوبو ۱۸جسدونه راوستل شوي او په کښتۍ کې ۲۱نور سپاره کسان ژوندي ژوغول شوي دي".
ویل کیږي چې یو کډوال نادرکه دی.
د ترکیې ساحلي ګارډ د کښتې د ډوبیدو علت د سمندر نامناسبه هوا او توپان یاد کړی.
د هوا پیژندنې ادارې راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو اټکل کړی
د طالبانو په واک کې د هوا پیژندې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ډير شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د جارې کیدو خبر ورکړی.
دغې ادارې نن چهارشنبې د (حمل۱۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، " په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د باران اندازه له لسو تر ۱۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده".
د هوا پیژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې سیندونو او سیلابي سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې نن د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل شوی دی.