د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

په افغانستان کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړې بیا پیل


ارشیف، افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې پر مهال.
ارشیف، افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې پر مهال.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له لوري په ۱۶ ولایتونو کې ۳۳ حملې شوي چې په دغو حملو کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۳» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه د ولسمشر د حکم پر بنسټ اورکم ساتلو ته ژمن دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې ۳۳ حملې کړي چې په ترڅ کې یې ۶ نفره ملکي وکړي ۲ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۴ نفره نور ټپیان شوي دي او په ځواب کې د دې لپاره چې د افغانستان امنیتی ځواکونه په دفاعي حالت کې وو ۸ نفره مخالف وسله‌وال یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان او اسیران دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د اسوشيټډ پرس خبري اژانس په ګډون یو شمېر رسنیو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله راپور ورکړی وو چې د دې ډلې او امریکا د هوکړه‌لیک پر بنسټ طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه‌کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې به‌یې عملیات دوام وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم تېره ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې باید د تاوتریخوالي کچه کمه وساتل شي.

هغه وویل، د تاوتریخوالي کم ساتل کولای شي د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه‌سازي وکړي او په نتیجه کې یې اوربند رامنځته شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا نن په خپل ټویټر لیکلي چې ‏ اوس د ښکېلو لورو ترمنځ د باور جوړونې وخت دی او طالبان باید د اورکم لړۍ وغځوي.

د ده په خبره، که د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو د بریدونو د لړۍ پیلېدل تأیید شي، دا به د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې وي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه ازادي راډیو ته څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند

خو پوځي کارپوه او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له لوري په دې حساسو شرایطو کې د جګړې پیل داسې تحلیلوي: "زه فکر کوم طالبان له دې کار سره نه‌شي کولای د خلکو په اذهانو کې د خپلو کړنو توجیه پیدا کړي او بله خبره دا ده چې د طالبانو کورونه او اولادونه‌یې په پاکستان کې دي او له هغې ځای ورته پیسې راځي، زما په باور دا شاید پروژه‌یي مرحلې وي کله جګړه او کله هم اورکم، په ټوله کې د دغه اقدام دوام د طالبانو باور له‌منځه وړلی شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دوه ورځې وړاندې په کابل کې وویل، نسبي اوربند به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

د امریکا او طالبانو په هوکړه‌‌لیک کې د دغو مذاکراتو وخت د مارچ میاشتې ۱۰مه د سې شنبې ورځ ښودل شوې ده.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۲مه پيل شوې وه.

XS
SM
MD
LG