د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ولسمشر غني: طالبان دې روښانه کړي چې له پاکستانه کله وځي


ولسمشر غني په ننګرهار کې د وینا پر مهال.
ولسمشر غني په ننګرهار کې د وینا پر مهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ څو روښانه کړي چې له پاکستانه کله وځي.

ولسمشر اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دوی د سولې لپاره شرطونه لري، نو افغان حکومت هم شرطونه لري او ترې غواړي چې وژنې ودروي او په خبره‌یې چې افغان‌وژنه جرم دی.

ښاغلي غني افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې د سولې په اړه‌یې دریځ د افغانستان په خیر دی او ویې‌ویل چې د افغانستان په ګټو کې دې هېڅ‌څوک ترې انعطاف نه‌غواړي.

ښاغلي غني چې نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د عمومي ارزونې په خاطر ننګرهار ته راغلی و، وویل چې ولس سوله غواړي او د سولې قیمت به هم ولس ټاکي.

افغان ولسمشر ننګرهار ته د سفر پر مهال.
افغان ولسمشر ننګرهار ته د سفر پر مهال.

ښاغلي غني زیاته کړه: "کله چې په مذاکراتو کې کېنئ او کله چې روغه کوئ، نو هر شی به نه‌غواړو، دا زموږ دود او دستور دی، که په بندیانو غږېږو، نو دا دې شرط نه‌ږدي، موږ هم شرطونه لرو، ماته دې ووایي، څه وخت له پاکستانه وځي، رادې شي، له اقاعده ځان بېلوي، خو له نورو ځان نه‌رابېلوي، اصلي خبره دا ده چې که له خارجیانو سره منئ چې سوله کوو، نو د جهاد معنی څه شوه، افغان‌وژنه جرم دی."

که څه هم وسله‌والو طالبانو د ولسمشر غني د دې څرګندونو په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو د تېرې شنبې په ورځ‌یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې په‌کې د بین‌الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د پنځه زره طالب بندیانو او ۱۰۰۰ امنیتي سرتېرو د خوشې کولو خبره هم شوې.

خو جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې كولو ژمنه‌يې نه‌ده كړې.

ښاغلي غني نن په ننګرهار کې د افغانستان په سیاسیونو او خلکو هم غږ وکړ چې د ټاکنو وخت تېر او د دې وخت دی چې نور په یوه صف کې ودرېږي او د نظام په ساتلو او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره سره واحد شي.

ولسمشر غني ننګرهار کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.
ولسمشر غني ننګرهار کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

ښاغلي غني د ننګرهار له دیني عالمانو، قومي مخورو، د ننګرهار له استازو او ولایتي مسؤلینو سره تر لیدنو کتنو وروسته په یوه لویه غونډه کې د دغه ولایت د ستونزو د حل ژمنه وکړه او سپارښتنه‌یې وکړه چې هر کال دې د ننګرهار ولسونه او چارواکي ترې ۴ لویې غوښتنې کوي چې د عملي کولو لپاره به‌یې پر وخت اقدامات ترسره کېږي.

ښاغلي غني له ننګرهاریانو مننه وکړه چې د نظام د ساتلو په برخه کې یې ټینګ ملاتړ کړی او قرباني یې ورکړې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د ننګرهار ځوانان په کمانډو کې، په خاصو قطعاتو کې، په ملي اردو او ملي پولیسو کې داسې ګوټ د هېواد نه‌شته چې دوی دا درې رنګه بیرغ نه‌رپوي، زه له ټولو ننګرهاري میندو پلرونو د زړه له کومې مننه کوم چې داسې زمریان‌یې روزلي دي، واقعاً لوی کار مو کړی چې نن تاسې په کمانډو او خاصو قطعاتو کې د افغانستان عزت ساتئ."

ده د ننګرهار د لپاره د ملکي هوایي ډګر، د کانال په برخه کې د پانګونې، د دغه ولایت د برښنا د لینونو د خونديتوب، د معارف او پوهنتون معیاریتوب، په ننګرهار کې د نویو ښوونځیو جوړول هغه څه یاد کړل چې په اړه به‌یې ژر تر ژره اقدامات کوي او لومړیتوب به ورکوي.

ولسمشر غني وویل، ننګرهار به د انکشاف په مرکز بدل کړي.

په ننګرهار کې د ولسمشر غني لپاره جوړه شوې غونډه.
په ننګرهار کې د ولسمشر غني لپاره جوړه شوې غونډه.

په دغه غونډه کې ننګرهار والي، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو په دغه ولایت کې صنعت، معارف، برښنا بندونه او د برښنایي لینونو خوندیتوب، ملکي هوایي ډګر، د کابل-جلال‌اباد او جلال‌اباد- تورخم دوهمې لویې لارې، د پاکستان ویزې، ملکي او نظامي تشکیلات، روغتیا، د ښارګوټو جوړول او په ټوله کې د ننګرهاریانو حقونو ته د حکومت جدي پاملرنه وغوښته.

د یادونې ده چې په دې غونډه چې د ننګرهار ملکي او نظامي چارواکو، د افغانستان په ملي شورا او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او مېرمنو په ګډون سلګونه کسانو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG