د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د بین‌الافغاني خبرو د مذاکراتي پلاوي د جوړښت په اړه تازه جزئیات


په قطر کې د سولې خبرو لپاره د طالبانو یو شمېر استازي
په قطر کې د سولې خبرو لپاره د طالبانو یو شمېر استازي

په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک ته دوه ورځې پاتې دي، افغان حکومت د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې بهیر د لاپياوړي کولو لپاره له بهرنیانو سره لیده کاته او نظرونه تبادله کوي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۸» ازادي راډيو ته وویل: "له بهرنیو سفیرانو، استازو او نورو نړیوالو همکارانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنې د سولې بهیر پر بحث متمرکزې دي او دا چې د سولې په اړه د نظرونو تبادله او له دغه بهیر نه د ملاتړ ډله برابره شي."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري.

د دغه وزارت د وزیر عبدالسلام رحیمي له ټویټرپاڼې نه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې دوی په کابل کې د جرمني سفارت شارژدافیر، اروپايي ټولنې له استازي او یو شمېر نورو بهرنیو استازو سره لیده کاته کړي دي.

مېرمن انوري وایي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک ۱۰ ورځې وروسته پیل شي، مذاکراتي ټیم برابر کړی او دا مهال د دغه پلاوي پر تخنیکي ظرفیت جوړونې کار روان دی.

که څه هم اغلې انوري د دغه پلاوي د شمېر او څرنګوالي په اړه څه نه‌وايي، خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د دغه ټاکل شوي پلاوي شمېر ۱۵ کسه دی.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په پلاوي کې څوک څوک شامل دي؟

تازه یو شمېر امریکايي سرچینو 'سي اېن اېن' ټلوېزیون ته ویلي دي چې په دې ۱۵ کسیز مذاکره کوونکي پلاوي کې به د افغانستان پنځه حکومتي او ۱۰ نور سیاستوال او د مدني ټولنو استازي شامل وي.

'سي اېن اېن' لیکي دا لا معلومه نه‌ده چې د بین‌الافغاني خبرو اترو مشري به څوک کوي.

زلمی خلیل‌زاد، د نېلسن ماندېلا پخوانی وکیل جورج بېزوس، د اردن د بهرنیو چارو وزیر مورن معشر، د اروپایي ټولنې پخوانۍ استازې فدریکا موګرېني او که یو فیلیپیني سارنوال؟

که څه هم 'سي اېن اېن' ته سرچینې ویلي چې افغان حکومت ښایي د خلیل‌زاد مشري ونه‌مني.

افغان حکومت د 'سي اېن اېن' د راپور په اړه د ازادي راډیو پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ونه‌وایه.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب پلاوي سره د لیدو پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب پلاوي سره د لیدو پر مهال.

دا هم نه‌ده په ډاګه چې د مذاکره کوونکي افغان پلاوي په ترکیب کې به بدلون راشي کنه؟

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو په پیل کې په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له تېرو شپږو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ تجربه کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا روانه ازمېښتي اوونۍ بریالۍ بولي، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دغې اوونۍ کې امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د اوونۍ په پای کې به یاده موده په هر اړخیز ډول وارزول شي او د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته په دې کار کوي چې په هېواد کې تاوتریخوالی صفر ته راښکته کړي.

طالبان وايي، د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه ښه پلې شوې او تر دې مهاله جدي سرغړونه نه‌لیدل کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دې اوونۍ د غځېدو په اړه اوس څه نه‌شي ویلی، خو په تړون کې د دې اوونۍ د تمدید په اړه لارښوونې شته چې له لاسلیک وروسته د دواړو خواوو ژمنو او مکلفیتونو ته ورګرځي.

د دې اوونۍ په مناسبت تېره ورځ ناوخته د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کابل سړکونو ته راوتلي ترڅو د سولې په تړاو د خلکو نظرونه واوري.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر په ښار کې له خلکو سره د انځور اخیستو پر مهال.
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر په ښار کې له خلکو سره د انځور اخیستو پر مهال.

له دې سره د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه اسدالله واحدي وایي چې افغانانو ته په‌کار ده چې له اوسنیو چانسونو ښه ګټه پورته کړي.

ښاغلی واحدي زیاتوي: "زه فکر کوم چې حکومت ته په‌کار ده چې نور دې له دې حالت (خپلمنځیو لانجو) نه راووځي، دښمنۍ هېرې کړي او یو بل ته سره لاسونه ورکړي ترڅو د جګړې ټغر ټول شي."

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر مرکز دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شي، دا چې افغان حکومت ته د دغې هوکړې د لاسلیک په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې که نه تر دې دمه افغان حکومت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG