د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۳۹

له طالبانو سره د سولې د خبرو په پلاوي کې څوک څوک شامل دي؟


د افغان سولې لپاره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي
د افغان سولې لپاره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي

ازادي راډیو د سولې د خبرو د ۱۵کسیز پلاوي له ډلې د ۱۱کسانو نومونه پیدا کړي دي.

هغه نوملړ چې ازادي راډیو ورته لاسرسی پیدا کړی، د حکومت د سولې د خبرو کوونکو د ۱۵ کسیز پلاوي له جملې د ۱۱ کسانو نومونه دي چې دوه ښځې هم په کې دي.

درېیو باوري سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي او د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي هم په کې ده.

پر دغو دوو ښځو سربېره، په دغه لېست کې د عبدالحکیم منیب، محمد ناطقي، نادر نادري، حاجي دین محمد، حفیظ منصور، عالم خلیلي، عطاالله لودین، انوارالحق احدي او باتور دوستم نومونه شامل دي.

تر اوسه د څلورو نورو کسانو نومونه ازادي راډیو ته نه دي رسېدلي، خو د سرچینې په خبره، دغه څلور کسان له هغې ډلې دي چې په قطر کې یې په بین الافغاني ناسته کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د بین الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی کولی شي چې له طالبانو سره مذاکرات په ښه توګه پرمخ یوسي.

ده وویل: تېرو تجربو ته په پام، داځل یې داسې لېست چمتو کړی چې ویل کېږي یو پراخ لېست دی او له داسې مهمو دولتي او غیر دولتي اشخاصو جوړ دی چې مقابل لوري ته هم د زغملو دی.

که څه هم د سولې په چارو کې د دولت د وزارت د اعلامیې له مخې، له طالبانو سره د خبرو کولو د ۱۵ کسیز پلاوی لېست وروستی شوی، خو حکومت له شلو ساعتونو وروسته بیا هم د دغه پلاوي نومونه نه دي خپاره کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه قطر ته روان شو او پر خپله ټوېټرپاڼه یې ولیکل چې د لږې مودې لپاره به د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې تم شي.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ به د خبرو اتم پړاو څو ورځې دوام وکړي، خو ښاغلی خلیلزاد هیله مند دی چې په دغه پړاو کې به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ځینو رسنیو ته ویلي چې دوی تمه لري چې په راتلونکې اوونۍ کې له امریکايي چارواکو سره د جګړې د ختمېدو هوکړه لاسلیک شي.

خلیلزاد افغانستان ته په دغه سفر کې لس ورځې په کابل کې تېرې کړې او له کابله یې له روانېدو یو ساعت مخکې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک و.

ده وویل: سفر ډېر ښه و، حتی کابل ته مې دغه سفر پر دنده زما له ګمارل کېدو راهیسې تر ټولو بریالی سفر و، موږ له افغان حکومت سره ، له طالبانو سره د سولې د هوکړې په اړه، د راتلونکو ګامونو په برخه کې موافقې ته رسېدلي یوو.

طالبانو مخکې له دې ویلي چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو د وتو له اعلان وروسته د افغانستان له ټولو سیاسي اړخونو او افغان حکومت سره د حکومت په توګه نه، بلکې د یوه لوري په توګه خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، بین الافغاني ناسته به د ناروې په مرکز اوسلو کې جوړه شي او تمه ده چې افغانان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG