د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت دوام ته د امریکا هیله؛ طالبان دې ژمنو کې جدي وي


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، تمه کېږي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، په افغانستان کې يې د هېواد د مأموریت اصلي هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان هېڅکله د ترهګرو په خوندي ځای نه‌بدلېږي چې پر امریکا بریدونه وکړي.

اسپر ویلي، امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې په دې برخه کې ډېره بریالۍ وه.

ده همداراز په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټينګار وکړ او ویې‌ویل: "موږ تمه لرو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم پاتې شي، تر هغه وخته چې بین‌الافغاني خبرو ته رسېږو، تاوتریخوالی به نور هم کم شي او په نتیجه کې به‌یې اوربند رامنځته شي."

اسپر دا خبرې پرون ناوخته په پنټاګون کې د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له رئیس جنرال مارک میلي سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

مارک اسپر او مارک میلي
مارک اسپر او مارک میلي

میلي زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ترلاسلیک څو ورځې وروسته د تاوتریخوالي صفر ته رسېدو احتمال نه‌شته.

د اسپر او میلي تر دې خبري غونډې څو ساعته مخکې د اسوشيټډ پرس خبري اژانس په ګډون یو شمېر رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله راپور ورکړی وو چې د دې ډلې او امریکا د هوکړه‌لیک پر اساس طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه‌کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې به دوام وکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، نسبي اوربند به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د امریکا او طالبانو په هوکړه‌لیک کې د دغو مذاکراتو وخت د مارچ میاشتې ۱۰مه د سې شنبې ورځ ښودل شوې ده.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۲مه پيل او د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه پای ته ورسېده.

په دې وروستیو کې د خوست او بادغیس په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو د امنیتي پېښو خبرونه راغلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، تمه لري طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

فیصل پرون ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو جنګ نه مخکې جواز درلود نه‌یې اوس لري، اوس مشخصاً چې دوی له امریکایانو سره نوره جګړه نه‌کوي او د جهاد بحث چې يې خپلو جنګیالیو ته کاوه، نور نه‌شي کولای، که دوی جنګ کوي، افغان وژنه کوي، د قدرت لپاره ده او افغان حکومت او خلک به‌یې په کلکه پر وړاندې درېږي، موږ هیله لرو طالبان نور تاوتریخوالي ته مخه نه‌کړي، د سولې لاره خپله کړي، ځکه چې افغان وژنه د پردو په خیر ده او د افغانستان د ملت غوښتنه نه‌ده."

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو له یوې اوونۍ بشپړېدو وروسته وویل، په دفاعي وضعیت کې دي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد

د ښاغلي خالد په وینا، که طالبان بریدونه وکړي، افغان امنیتي ځواکونه به ورته ځواب ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، امریکا تمه لري چې طالبان په خپلو ژمنو کې ډېر جدي پاتې شي.

د دوشنبې په ماخوستن د نړیوال ائتلاف یوه ویاند ډګروال ساني لګېټ د جنرال سکاټ مېلر له قوله پر ټویټر لیکلي: "د تاوتریخوالي کمښت د اعتماد جوړولو یو اقدام وو، امریکا زموږ د تمو په اړه ډېر واضح وه او تاوتریخوالی باید کم پاتې شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي چې طالبان باید د القاعده غوندې ډلو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدانو امنیت‌يې له خطر سره مخامخ کړي.

په دې هوکړه‌لیک کې همداراز راغلي چې امریکا ژمنه ده د اعتماد رامنځته کولو په هدف له ټولو اړوندو لورو سره په همغږۍ او تأیيد د بندیانو د راخوشې کولو لپاره پر یوه پلان کار وکړي چې په نتيجه کې به‌یې د مارچ تر ۱مې د طالبانو پنځه زره او مقابل لوري زر بندیان راخوشې شي.

امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسم
امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسم

د هوکړې له مخې ټاکل شوې ده د مارچ په ۱۰مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د پنځو زرو بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه‌دی، خو په خبره‌یې پر دې موضوع بحث کېدلی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ وویل، تر هغه وخته چې دا زندانیان نه‌وي راخوشې شوي، په بین‌الافغاني خبرو کې به ګډون ونه‌کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG