د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

طالبانو ته د غني پیغام: که له خپلو ژمنو تېر شئ، هر څه ګډوډېدای شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره شوې موافقه په جدي توګه څاري.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني طالبانو ته یو "جدي" پیغام ورکړ او هغه دا چې که دا ډله له خپلو ژمنو تېره شي، هر څه ګډوډېدای شي.

ښاغلي غني دا پیغام یکشنبه ماښام «۱۳۹۸ کال د کب ۱۱» له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې طالبانو ته ورکړ.

هغه زیاته کړه: "تړون مشروط دی. که چېرته طالبان په دې ۱۴ میاشتنۍ موده کې داسې تصور کوي چې له دغو موافقو ووځي هر څه سقوط کولای شي او مسؤلیت به‌یې هم د هغوی په غاړه وي."

ښاغلي غني شنبه او یکشنبه هم په خپلو جلا جلا ویناوو کې له طالبانو سره شوی تړون مشروط وباله او ویې‌ویل هوکړه په دې مشروط ده چې طالبان‌یې مواد څرنګه عملي کوي.

د دغه مشروط تړون له مخې؛

  • ټول بهرني پوځیان په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي،
  • د بین‌الافغاني خبرو تر پیله پورې امریکا له اړوندو خواو سره خبرې کوي چې ۵ زره طالب بندیان خوشې شي،
  • طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره همکاري پرې کوي،
  • او پر امریکا او متحدینو یې د هغوی د بریدونو مخه نیسي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک غونډه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک غونډه.

​د تړون د پاسنیو مهمو ټکو په اړه ځان ځان ته وضاحت هم ورکړل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو چې تازه له دوحې واشنګټن ته ستون شوی پرون یکشنبه‌یې د سي بي اېس ټلوېزیون له فېس دې نېشن پروګرام سره په مرکه کې وویل چې طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو سره اړیکې پرې کوي، خو امریکا هر څه څاري او تش په خبرو باور نه‌شي کېدای.

هغه زیاته کړه: "دا معامله په هېڅ‌چا باندې په باور تړلې نه‌ده. دا یوه ژوره مجموعه ده، د څو میاشتو مذاکرو ښه ارزول شوې او تأیید شوې مجموعه او تګلاره ده چې له مخې یې موږ د تړون هر یو غړی څارلی او حساب کتاب ورسره کولای شو. موږ به دا کار وکړو. دا په باور کومه تړلې خبر نه‌ده. دا په هغه څه تړلي دي چې عملاً په میدان کې ترسره کېږي. نه‌یوازې پرون چې یوه مهمه ورځ وه، بلکې د راتلونکو ورځو په مخه هم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپيو وویل دا تړون دوه سِري پوځي تطبیقي اسناد هم لري چې د امریکا د ټولو ځمکنيو، هوايي او بحري قواو د خوندي ساتلو لپاره دي او د کانګرس غړي به چانس ولري چې ویې‌ګوري.

امریکا او طالبانو شنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» تر یوې اوونۍ اورکم وروسته موافقه لاسلیک کړه. د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته ویلي چې دوی به په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG