د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ولسمشر غني: د طالب زندانیانو د ازادېدو صلاحیت د امریکا نه دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خبري غوندې پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خبري غوندې پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالب زندانیانو د ازادېدو صلاحیت د امریکا نه دی.

افغان ولسمشر ټینګار کوي، چې د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون لپاره هیڅ ژمنه نشته او په وینا یې د ازادېدو صلاحیت یې د امریکا نه دی.

محمد اشرف غني وايي، افغان دولت د خود ارادیت او په دې برخه کې د تصمیم حق لري.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناست کې د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "دا د امریکا صلاحیت نه دی دا د افغانستان د خلکو د خود ارادیت حق دی، زه له امریکانو سره د زندانیانو د خلاصون په اړه هوکړه نه لرم، د افغانستان د اسلامي جمهوریت صلاحیت دی، دا مسئله یوازې او یوازې د هراړخیزو مذاکراتو په چوکاټ کې د بحث وړ ده، جمله ډېره څرګنده ده د امریکا متحده ایالات اسانتیا کوي، اسانتیا د تصمیم معنی نه لري."

ښاغلي غني دغه شان ټینګار وکړ، چې د افغانانو د حقوقو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو په حقونو به د افغانانو ترمنځ په خبرو کې معامله ونه شي او په دې اړه باید خلک اندېښمن ونه اوسي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره اجماع موجوده ده او په وینا یې د بیې په اړه یې کومه اجماع نشته.

نوموړي دا هم وویل، چې اورکم به دوام پیدا کړي او هڅې پر دې ده، چې په اوربند بدل شي.

هغه زیاته کړه: "د تاوتریخوالِ کموالی به دوام پیدا کړي، خو زموږ هدف دا دی، چې په اوربند بدل شي، جنرال مېلر، چې د امریکا له لوري د پلي کېدو مسوول دی، طالبانو ته یې په ویلي، چې دا( اورکم) د توقعاتو برخه ده او که چېرې سرغړونه وشي، مشروط حالت چې وضع شوی نقض به شي."

ښاغلي غني داسې مهال د طالب زندانیانو د خلاصون په برخه کې د کومې ژمنې د نشتون خبره کوي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول له امریکا سره د سولې د هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیل وړاندې به پنځه زره طالب زندانیان خوشې شي.

د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د افغان حکومت او طالبانو متفاوتو دریځونو له خلکو سره دا اندېښنې زیاتې کړې، چې ممکن د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل په وړاندې خنډونه رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG