د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته غبرګونونه؛ ولسمشر غني یې مشروط بولي


دوحه کې زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر د سولې د هوکړې د لاسلیک پرمهال.
دوحه کې زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر د سولې د هوکړې د لاسلیک پرمهال.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تقریباً اتلس میاشتې مذاکرو وروسته پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي، زلمي خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

خلیلزاد بېګا د هوکړې په اړه پر ټوېټر یوه لړۍ پيغامونه خپاره کړي چې وايي: "تر کلونه لانجې وروسته، موږ له طالبانو سره داسې هوکړه لاسلیک کړه چې د امریکا هدف ترلاسه کوي او افغانستان د سولې پر لار برابروي."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک، د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره ګام و او دی یې ستايي.

ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پاي ته رسولو هڅې کوي او غواړي چې د امریکا سرتېري بېرته کور ته ستانه شي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په کابل کې و.

هغه د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته وویل: "طالبان باید خپلې ټولې اړیکې له تروریستي ډلو سره پرې کړي، دا تضمین کړي چې هغوي د طالبانو په تر واکمنۍ لاندې سیمو کې فعالیت نه شي کولای، موږ افغانستان تر هغو نه پرېږدو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان بیا د تروریستي ډلو په بستر نه بدلېږي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه کې ویل شوي چې متحدایالات ژمن دي چې سمدستي به د حکومت او طالبانو ترمنځ د باور د پيدا کولو لپاره، د سیاسي او پوځي زندانیانو پر خوشې کېدو کار وکړي.

په دې ډول به د افغانستان د حکومت له زندانونو د طالبانو د ۵۰۰۰ کسانو او له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو بحث پېل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په دوحه کې خبریالانو ته وویل: "د امریکا د متحدو ایالاتو لپاره بری یوازې په داسې شرایطو کې ممکن دی چې امریکایان او زموږ متحدان په افغانستان کې د تروریزم له ګواښه په وېره کې ونه اوسي، موږ به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر کار وکړو."

د ملګروملتونو عمومي منشي انـونیو ګوټرش په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې ستایلې دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انـونیو ګوټرش
د ملګروملتونو عمومي منشي انـونیو ګوټرش

هغه پرون د امریکا اوافغانستان د سولې د هوکړې په اړه په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له پروسې چې ښځې، لږکۍ، ځوانان یې برخه وي ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې اړه په غبرګون کې پرون پر ټوېټر لیکلي: "دا د افغانستان د خلکو لپاره له څو لسیزو جګړې او غمه د خلاصون لپاره د سولې او روغې جوړې پېل دی، ما تل باور درلود چې د لانجې د حل یوه قطعي لاره، که څه هم پېچلې وي، د سولې لپاره له معنی ډکه لار ده."

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چې د امریکا او طالبانو هوکړه مشروطه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

اشرف غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، وویل چې هوکړه پر دې مشروطه ده چې طالبان یې مواد څرنګه عملي کوي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله هم تقریباً د اشرف غني خبره تکرار کړې دي.

هغه پرون په کابل کې خبریالانو ته ویلي: "دا هوکړه په نورو ډېرو برخو پورې مشروطه ده."

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له امریکا سره د سولې د هوکړې په اړه لیکل شوي چې د ټول مسلمان او مجاهد ولس، د خویندو او ورونو چې په دوو لسیزو کې یې درنې، تاریخي ، مالي اوځاني قربانۍ ورکړې بری دی.

په بیان کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په حواله لیکل شوي: "له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه او په راتلونکې کې د افغانستان په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه لوی بری دی."

XS
SM
MD
LG