د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه نن د قطر په دوحه کې لاسلیک کېږي.
ویل کېږي له دې سره به په دوهم قدم کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شي.
په افغانستان کې د سولې بهیر خپل ملاتړي او منتقدین لري.
ملالۍ بشير په واشنګټن کې په وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا څانګې له مشر څېړونکي مایکل ګوکلمن سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې اړوندې خوشبینۍ او اندېښنې څنګه ارزوي؟