د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

له طالبانو سره د سولې هوکړه په افغانستان کې د جګړې د پای په معنی ده؟


یو افغان سرتېری د افغانستان په شمال کې د جګړې پر مهال.
یو افغان سرتېری د افغانستان په شمال کې د جګړې پر مهال.

طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته له نږدې کېدو سره سره په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیت د دوام په اړه اندېښنې موجودې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دغې هوکړې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړي، خو لاهم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د هوکړې لاسلیک د جګړې د پای ته رسېدو په معنی ده او که نه؟

د افغانستان دفاع وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې وایي چې د سولې له بهیر سره د طالبانو له یوځای کېدو او له ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو له پرې کېدو سره به دا ډلې کمزورې او له‌منځه ولاړې شي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» ازادي راډیو ته وايي، دا ترورېستي ډلې د طالبانو ترڅنګ فعالیت لري: "له شک پرته د سولې له پروسې سره د طالبانو یوځای کېدل به د ترورېستي ډلو په کمزوري کېدو کې اساسي رول ولري. یو له شرایطو همدا دی چې طالبان باید له ترورېستي ډلو په تېره له القاعدې سره اړیکې پرې کړي. کله چې طالبان له دې ډلو سره اړیکې ونه‌لري، هغوی کمزورې او ژر به له‌منځه ولاړې شي."

افغان چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ څه باندې ۲۰ نورې ډلې چې دا چارواکي یې ترورېستي ډلې بولې، فعالیت لري.

  • القاعده
  • داعش
  • لشکر طیبه
  • لشکر جنګوي
  • جیش محمد
  • چچني او ازبک جنګیالي

په افغانستان کې له مشهورو ترورېستي ډلو څخه بلل کېږي.

له طالبانو وروسته داعش په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې پراخ فعالیت درلود او حتی په کابل کې یې هم چاودنې او انتحاري حملې ترسره کړې دي.

د ولسی جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مرستیال غلام علي افغان وایي، داعش ډله کولای شي په افغانستان کې جدي امنیتی ستونزې رامنځته کړي.

په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي.
په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي.

هغه زیاته کړه: "اوس‌مهال داعش یوه لوه ستونزه ده. دې ډلې ډېرې وسلې، مهمات او تجهیزات راټول کړي او د ودې په حال کې ده. دا ډله جنګیالي لري او د جلب او جذب په حال کې ده."

خو د امنیتی چارو پوه باري عارض وایي چې طالبانو په افغانستان کې نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې.

د ده په خبره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د بشپړ عملي کېدو او د سولې له بهیر سره د دې ډلې په یوځای کېدو سره به له افغانستانه د نورو ترورېستي ډلو ټغر هم ټول شي.

نوموړي وویل: "د ۲۲ ترورېستي ډلو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په یقین سره باید وویل شي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک سم عملي شي، دا ډلې به نور په افغانستان کې د پېښو ځای ونه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته به ډېر ژر بین‌الافغاني خبرې پیل شي.​د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وایي، په بین‌الافغاني مذاکراتو کې به داسې چوکاټ رامنځته شي چې له مخې یې له طالب ځواکونو هم د وضعې په ښه کولو او په افغانستان کې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG